روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی شورا  د اوولسمې  دورې د پرانیستلو د مراسمو رسانه یی کمېسیون غونډه وکړه

د ملی شورا داوولسمې دورې دپرانیستلو د مراسمو رسانه یی کمېسیون پرون د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معیین او ددغه کمېسیون د رییس فاضل سانچارکی په مشرۍ غونډه وکړه .د غونډې په پیل کې  د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معیین د هېواد د ملی شورا د اوولسمې دورې دپرانیستلو ، درسانه یی کمېسیون درامنځته کېدو او د مسوولو بنسټونو ددندو په باب څرګندونې وکړې .  وروسته دکابل ښاروالۍ او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز استازو  ، دکابل دبرېښنا رییس او د ملی رادیو تلوېزیون مرستیال خبرې وکړې او داړوندو چارو دترسره کولو په خاطر یې  تیارى څرګند کړ .  په پاى کې
د مشرانو جرګې ددارالانشا مرستیال قدم علی  نیکپى او دولسی جرګې دعامه اړیکو رییس  عبدالله فرامرز په رسنیو پورې داړوندوبنسټونو دهمکارۍ ډاډورکړ .  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید