روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی شتمنیو لوټماران او تالانګر!!!

په ډېرې خواشینۍ چې لا هم په هېواد کې د ملی شتمنیو د لوټلو او ورانولو لړۍ روانه ده، دا لړۍ به یو شمېر کسان بل ډول تعبیروی او توجیه کوی به یې چې ګنې کار نشته او خلک وزګار دی، یو شمېر نور به یې بیا په بل نامه بولی، خو په اصل کې د افغانستان د بربادۍ او پرمختګ د مخنیوی لپاره په ډېره منظمه توګه هڅې روانې دی، تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو د جګړې په زور د افغانستان د ورانولو او پرمختګ د مخنیوی لپاره هم په ډېر شدت هڅو ته زور ورکړى دى، هغوى د ترهګرو او اورپکو ډلو په منځ کې خپل نفوذی کسان هم لری، چې په هره موقع کې پرې عامه تاسیسات هم وران کړی، د کابل کندهار لویه لاره د دې ښه بېلګه ده، دغه راز په سویلی ولایتونو کې خو آن پاخه سړکونه هم پر بل مخ اړول کېږی، پلونه، پلچکونه، د برېښنا تاسیسات ،دکرنې د اوبه خور سیستم، د اوبو بندونه او نور تاسیسات خو وخت ناوخت پر بمونو الوزول کېږی، آن ښوونځی او جوماتونه هم ترې خوندی نه دی!

په تازه پېښه کې د هلمند د برېښنا رسولو شبکه او دغه راز افغان ځواکونو د تکتیکی پر شاتګ پر مهال پرېښی تاسیسات چور شول، د دې لوټنې، چور او تالان تصویرونه په پراخه کچه پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږی! یعنې په هېواد کې د جګړو له شدت سره هممهاله د ملی شتمنیو او سترو پروژو د تخریب هڅې هم روانې دی!

په دې اړه په کور د ننه تاوده بحثونه روان دی او د ولسی جرګې غړیو هم پرې اندېښنه ښکاره کړه. د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی: په دې وروستیو کې په منظمه توګه د ملی شتمنیو اود هغو تاسیساتو د ورانولو لپاره کار کېږی، چې په عامو افغانانو پورې اړه لری.دوی زیاتوی، چې بهرنۍ استخباراتی کړۍ د وسله والو په ملاتړ هڅه کوی چې په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړی او تر څنګ یې هغه تاسیسات او عامه پروژې تخریب کړی چې د زرګونو افغانانو ژوند ورپورې تړلی دی.

په اصل کې دښمن خپل نفوذی کسان لری، چې له هر فرصته ګټه پورته کوی او افغانستان ته یو ډول زیان ورواړوی، د تېرې یکشنبې په ورځ هم د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته د برېښنا غځېدلی مزی او دغه راز د افغان ځواکونو خالی شوی تاسیسات ولوټل شول، د دښمن هغه کسان دی، چې د همداسې چور او تالان لپاره یې ګومارلی دی! موږ وینو چې کله په شمال کې د دښمن دغه کسان د برېښنا ستنې ونړوی، کله په جنوب او کله هم په مرکزی نورو سیمو کې، همدا کسان د لویو لارو، پلونو او عامه تاسیساتو د ورانولو لپاره ګومارل شوی دی. لویې لارې هم د هغوى له خوا ناامنه دی او نه پرېږدی، چې د افغانستان اقتصاد وده وکړی، سوداګری یې پراخه شی او واردات او صادرات لوړ شی.

اوس د افغانستان عمده لویې لارې د دغو نفوذی کسانو له خوا له ګواښ سره مخ دی، د ډېرو لارو پلونه او پلچکونه پر بمونو الوزول شوی او په پاتې نورو پسې یې هم لګیا دی! همدا رنګه د برېښنا غځولو سیستم چې د پرمختګ مهمه مرجع ده، د مخنیوی لپاره یې منظمې هڅې روانې دی! په پام کې وه، چې د کجکی بند برېښنا په منظمه توګه لومړى پر هلمند او په تېره بیا پرلښکرګاه ووېشل شی، نو د برېښنا د ستېشن او مزیو لوټ او تالان هم د دې د مخنیوی لپاره پلان شوی کار و، چې له بهره رهبری کېږی، افغان حکومت باید دا مغرض او نفوذی کسان پر خپله سزا ورسوی او په بشپړه توګه د عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره کوټلی ګامونه پورته کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید