د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په هلمند کې وویل، چې په ښوراب کې به پر ۲۱۵ اتل قول اردو د وسله والو طالبانو د برید بدل واخلی.تېره اوونۍ وسلهوالو طالبانو په ښوراب کې د ۲۱۵م اتل قول اردو پر اډې په برید کې ۲۳ کسان شهیدان او ۱۶ نور ټپیان کړل.د ملی دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان سکاټ مېلر وړمه ورځ له نږدې د حالاتو د څېړلو لپاره هلمند ته لاړل.ښاغلی خالد وویل: د افغانستان د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې پر اتل قول اردو د حملې اصلی پلان جوړوونکی په یو لړ عملیاتو کې وژلی.ده ژمنه وکړه ،چې پر اتل قول اردو د برید موضوع به تر پایه تعقیب کړی.د افغانستان د ملی امنیت ریاست هم ویلی ،چې د برید د طراح د وژل کېدو ترڅنګ ۷ کسان نور ژوندی نیول شوی.وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی و، خو حکومتی چارواکو ویلی وو، دا برید په پاکستان کې پلان شوی و.