د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د ملی دفاع پوهنتون د پوځی ملی نظامی اکادمۍ محصلین او د هندوستان او روسیې هېوادونو د بورسونو فارغانو څخه غوښتی ، چې پوځی ملی اکادمۍ قوماندانۍ ته حاضر شی.
د ملی دفاع وزارت ویلی ، چې د یادو نظامی اکادمیو محصلین دې د ۱۴۰۱ کال د وری میاشتې په ۶مه نېټه د درسونو د پیل او ارتقا په هکله د ملی دفاع پوهنتون د پوځی ملی اکادمۍ قوماندانۍ ته حاضر شی.
د ملی دفاع وزارت همدا راز د حربی ښوونځی ټولو زده کوونکږ غوښتی چې د ۱۴۰۱ کال د وری میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د ملی دفاع وزارت مشرتابه د آمریت سره سم، د درسونو پیل او ارتقا په هکله ، حربی ښوونځی قوماندانۍ ته حاضر شی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ملی پولیسو اکادمۍ محصلین خپل درسونو ته غوښتی وو چې څه موده وړاندې یې په فراغت غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی هم ګډون کړی و.