روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی تاسیساتو ورانول د چا کار دی؟!

په وروستی یو کال کې د افغانستان عامه تاسیساتو دورانولو لړۍ یوځل بیا پراخه شوې ده، دا د تاریخی او قسم خوړلی دښمن هغه پخوانۍ لوبه ده، چې د جګړې په ډګر کې یې زموږ د هېواد ورانولو په موخه دوامداره ساتلې ده. سره له دې، چې د افغانانو پر عامو تاسیساتو بریدونه له لسیزو راهیسې روان دی، خو له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د  ملاتړ په لړ کې دا لړۍ نوره هم پسې پراخه شوه.

د عامه تاسیساتو د ورانولو په وړاندې ولسی غبرګون هم کلک او پراخ غبرګون دی،خو د طالبانو له خوا په جګړه کې د پلونو، پلچکونو، سړکونو، ښوونځیو او په ځینو مواردو کې د کلینیکونو د ودانیو نړولو پروسه په هېڅ توګه کراره شوې نه ده. په همداسې حال کې طالب ولس ته په ځواب کې څه نه لری او هغوی ترا وسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دی وېیلی، خو په تېر کې یې وېیلی و،  چې ګنې ټولګټې تاسیسات نه ورانوی.

د عامه او ولسی تاسیساتو پرضد ملی غبرګون اوس له  بل هر وخته ډېر پراخ شوی دی او هیله ده چې یوه ورځ به مثبته پایله ورکړی، په دې اړه د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون دریځ هم د ستاینې وړ دی او دا په خپل ځای ډېرې ژورې اغېزې لرلی شی.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو خپره شوه چې ښیی وسله وال د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ ورانوی.د یادې ودانۍ د نړېدو په هکله په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر افغانانو هم غوسه ښکاره کړې ده.

د امنیتی چارواکو په وینا وسله والو طالبانو د اناردرې ولسوالی له نیولو وروسته په دې ولسوالۍ کې دولتی ودانیو ته بمونه او چاودېدونکی مواد کېښودل او ویجاړې یې کړې.

له نېکه مرغه د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون هم په هېواد کې د تاوتریخوالی او ټولګټو تاسیساتو د ورانولو دوام، ددغه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.

د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپل ټوېټر لیکلی چې د طالبانو له خوا د عامه تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادی محاصره هغه اعمال دی چې په ښکاره له دینی اساساتو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دی.

هغې وېیلی، د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انسانی منابعو او په بشپړه توګه د عامه تاسیساتو د ورانولو ښکارندویی کوی.

د عامه تاسیساتو ورانول په ټولو هېوادونو کې ستر جرم دی او عاملانو ته یې سخته سزا ورکول کېږی، دا د هېواد ورانول دی او د هېواد پرضد هر اقدام د منلو او زغملو نه دی، افغانان چې اوس له دغه دښمن سره مخ شوی، باید د خپل او د خپل هېواد دغه دښمن پرضد سره یو ځای شی او پرضد یې په نړیواله کچه غږ پورته کړی. دا چې د چا له  خوا په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالی ته لمن وهل کېږی او څوک دا جګړه تمویلوی، دا د افغانانو دښمن دی او د دغه دښمن پرضد باید پیاوړی ملی دریځ غوره کړای  شی، ځکه د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو دوام، د هېواد د ورانولو لپاره جګړه ده او د دې جګړې د مخنیوی لپاره باید نړیوال ملاتړ تر لاسه کړای  شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید