روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکی وګړی وژلی

ملی امینت شورا: طالبان لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوی او بې ګناه ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړوی.د ملی امنیت شورا وایی طالبانو په تېره اوونۍ کې ۲۳ ملکی وګړی وژلی او ۴۵ نور یې ټپیان کړی دی.د ملی امنیت شورا دفتر د معلوماتو پر بنسټ ملکی وګړو ته دغه مرګ ژوبله په ۱۶ ولایتونو کې اوښتې ده.د ملی امنیت شورا ویلی: تاوتریخوالی له مهمو مسایلو څخه دی، چې افغان دولت یې څو ځلې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.دغه دفتر پر طالبانو تور پورې کړی ،چې د ټولو خواوو او افغانانو غوښتنې نه منی او د بې ګناه ملکی وګړو وژنې ته دوام ورکوی.تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی و، چې د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی دوام او زیاتوالی د سولې پروسه له یو شمېر ننګونو سره مخ کړې ده.د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلی ،چې د طالبانو له لوری روان تاوتریخوالی، بین الافغانی خبرې ځنډولی دی.تیره اوونۍ چې افغانستان د سولې اړوند د درې سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کوربه وو د ګډونوالو ډېر ټینګار د بین الافغانی خبرو پر پیل او د تاوتریخوالی پر کمښت وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید