روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی امنیت سلاکار: طالبان د جګړې او سولې په اړه یوه خوله نه دی

د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایی چې افغان حکومت تر بل هر چا ډېر د سولې د راوستو په لاره کې هڅې کوی او دې برخې ته ژمنتیا لری. هغه په دې اړه د طالبانو پر نیت او لوری شک وښود او ویې ویل چې یاده ډله سره وېشلې او د سولې او جګړې په اړه یوه خوله نه دی.هغه وویل چې د طالبانو د مشرتابه، سیاسی استازو او د ډګر د جنګیالو ترمنځ د فکر او عمل توپیر دى او همدې خبرې دا ستونزه رامنځته کړې ده چې له طالبانو سره د سولې په اړه عاجلانه خبرې او بحثونه دې ښې پایلې ونه لری.په افغانستان کې د ناټو له ملکی استازی نیکولاس کی سره په خبرو کې نوموړی په ډاګه کړه چې اړتیا ده د سولې لپاره لومړى اوربند او بیا بین الافغانی خبرې وشی چې معلومه شی طالبان په خبرو اترو کې څومره ریښتینی دی او د دوى پرېکړې تر کومې کچې په کومو سیمو کې عملی کېږی.د ناټو ملکی استازی هم په داسې حال کې چې د هر کړکېچ د حل لار خبرې اترې وبللې، ټینګار وکړ چې د دغه سازمان غړی هېوادونه ټول د بین الافغانی تفاهم پلوی کوی او ترڅنګ یې له افغان دولت سره په کړو ژمنو او ملاتړ ولاړ دی.  هغه وویل چې افغان ځواکونو ښه وده کړې او لاسته راوړنې یې د پام وړ دی او ناټو به یې د ملاتړ، تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې جاری وساتی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید