روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملګرو ملتونو ۷۷یمې غونډې د افغانانو حقونه نه دی منعکس کړی

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو ۷۷یمه عمومی غونډه د تلې په ۴مه (نن) پای ته ورسېږی. په دې غونډه کې د افغانستان استازی حضور نه درلود، خو اسلامی امارت وایی، د افغانستان له استازی پرته د دغه هېواد په اړه څرګندونې یو طرفه دریځ نیول دی او د افغانانو استازیتوب نه شی کولای. د اسلامی امارت مرستیال ویاند بلال کریمی وایی، په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان په اړه کومې څرګندونې شوې او یا کېږی، د افغانانو حقونه په کې نه دی منعکس شوی.کریمی زیاتوی، چې هلته باید د نړیوالو قوانینو او اصولو پربنسټ د افغانانو ټول حقونه ورکړل شی، څو افغانان له خپل دریځه خبرې او له خپلو حقونو په خپلواکه توګه دفاع وکړای شی: ((که افغانانو ته په ملګرو ملتونو کې د هغوی خپل استازیتوب ورکړل شی، بندیزونه ختم شی، تورلېستونه له منځه یووړل شی او د اسلامی امارت د رسمیت پېژندلو په اړه ګامونه پورته شی؛ دا ښه ګامونه دی، خو چې د افغانانو استازی هلته حضور نه لری او د افغانستان په اړه یو طرفه څرګندونې کېږی او موقفونه نیول کېږی، دا د افغانانو استازیتوب نه شی کولای. )) خو د چارو کارپوهان بیا د افغانستان لپاره د دغې غونډې د لاسته راوړنو په اړه بېلابېل نظرونه لری. د نړیوالو چارو کارپوه عزیزمعارج وایی، د افغانستان په ستونزو د ډېرو هېوادونو د مشرانو خبرې کول او له افغانستان سره پر بشری مرستو ټینګار دا د افغانستان په ګټه خبرې وې: ((دا چې د افغانستان استازی هلته نه و او د افغانستان بهرنۍ پالیسی یې تشریح کړې وای، یا یې نړیوالو ته ډاډ ورکړی وای او یا یې تعهد ورسره کړی وای، خو په ټوله کې ویلای شو،چې د افغانستان په مسایلو خبرې کول او افغانستان ته د نړۍ پام را اوښتل د افغان ولس په ګټه دی. )) خو د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایی، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان استازی نه و، د افغانستان لپاره د دغې غونډې تر ګټو زیان ډېر و. د سیاسی چارو کارپوه عبدالواسع قانع وایی، دغې غونډې افغانستان ته ځکه ګټه نه درلوده،چې هېڅ هېواد افغانستان ته کوم مثبت پیغام ورنه کړ: ((تاوان یې دا و چې موږ خپل موقف څرګند نه کړ، زموږ په اړه منفی څرګندونې وشوې او موږ دفاع ونه شوای کولای، موږ یو ځل بیا نړۍ ته د خطرناک او بې کفایته هېواد په توګه معرفی شوو او زموږ په اړه نورو خلکو خبرې وکړې.)) د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان ۷۷یمه عمومی غونډه د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه پیل شوه او ټاکل شوې چې د دغې میاشتې په ۲۶ پای ته ورسېږی، په یاده غونډه کې د افغانستان په استازیتوب چا ګډون نه دی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید