روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملګرو ملتونو سرمنشی یو وار بیا افغانستان کې په اوربند ټینګار

د ملګرو ملتونو سرمنشی منشی انتونیو ګوېترېش له طالبانو سره  د خبرو لپاره د افغان حکومت له لوری د مذاکراتی ټیم اعلام ستایلى خو د اوربند غوښتونکى هم دى.انتونیو ګوېترېش وړم، ماښام د طالبانو او افغان حکومت د تخنیکی ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو یادونه هم وکړه او د جګړې له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې د جګړې په ځاى دې ټول پام د کورونا ویروس سره مبارزې ته واړوی.هغه زیاته کړه: ((په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په افغانستان کې خپرېږی، زما په باور دا یې وخت دى چې افغان حکومت او طالبان جګړې ودروی. موږ یې بشپړه ننګه کوو.))ګوېترېش د کورونا ویروس چټکې خپرېدا ته په کتو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړی او یوازې دې د کورونا ویروس په ضد مبارزه وکړی.هغه څه باندې یوه اوونۍ مخکې هم دا غوښتنه کړې وه. هغه وویل چې د ملګرو ملتونو ۷۰ غړیو، نادولتی ادارو، مدنی ټولنو او نورو ادارو د اوربند غوښتنه بدرګه کړې ده.ګوېترېش همداراز په خپلو خبرو کې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې روغتیایی ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړی‌ چې په   جګړه ځپلو سیمو کې د کورونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړی او اړو خلکو ته د بشری مرستو د رسولو مخه ونه نیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید