روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا:ایمن الظواهری په افغانستان کې دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې د غړو هېوادونو ارزونې ښیی ،چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری په افغانستان کې دی .دغې کمېټې په خپل رپوټ کې وېیلی، چې هغه اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی او داسې برېښی چې د الظواهری ځای ناستی به سیف العدل وی.وېیل کېږی چې سیف العدل په ایران کې اوسېږی.بل خوا افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی، چې طالبان له القاعدې سره ژورې اړیکې لری، خو طالبان وایی چې له القاعدې سره یې د یارۍ مزی شلولی دی.له القاعدې سره د اړیکو پرې کېدل د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې تر ټولو مهمه مسئله ده.په رپوټ کې وړاندې وېیل شوی، چې القاعدې ترهګره ډله د افغانستان په پنځلسو ولایتونو او تر ډېره په ختېځو،سویلی او سویل ختیځو ولایتونو کی حضور لری او د دې ډلې غړی د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش هند او میانمار هېوادونو وګړی دی.د ‌ملګروملتونو امنیت شورا دغه راز وایی ،چې د داعش خراسان څانګې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له ځپل کېدو وروسته د نورستان، بادغېس سرپل، بغلان ، او بدخشان په څېر ولایتونو کې خپل فعالیتونه پېل کړی دی.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې په خپل رپوټ کې وېیلی، چې دغې ډلې د کابل په شاوا خوا سیمو کې خپلې مورچې جوړې کړې او دغلته د‌لږکیو،فعالانو،دولتی کارکوونکو او افغان امنیتی او د فاعی ځواکونو پر وړاندې برېدونه کوی.دغې کمېټې دغه راز وېیلی ، چې د داعش خراسان څانګې خپلې د جلب او جذب هڅې زیاتې کړې دی او غواړی هغه جنګیالی خپلو لیکو ته جذب کړی چې د امریکا او طالبان تر منځ د سولې مخالف دی.په رپوټ کې راغلی چې د دې ډلې مشران په دې هڅه کې دی ،چې له عراق سوریې او نورو جګړه ځپلو سیمو او هېوادونو نه هم جنګیالی جذب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید