روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملالې پر ټویټ د پاکستانی او هندی خبرىالانو ناندرۍ

هند واکی په کشمىر کې د ګرځبندىز، بندىزونو او ستونزو په لړ کې چې له ۴۰ ورځو روانې دی، له امله ىې د پاکستانی او هندی لوری ترمنځ سىاسی او سرحدی تاوترىخوالى زیات شوى او هم ىې د دواړو خواوو خبرىالان بوخت کړی دی. دا مسله په دې وروستىو کې د نورو کورنىو او نړىوالو مسلو له امله په خواله رسنىو کې را پورته شوې ده ،د نوبل جاىزې ګټونکې پښتنې ملالې د شنبې په ورځ د کشمىر په تړاو ټوېټ وکړ.

په ځواب کې د هند ىوې خبرىالې برکا دت د ىکشنبې په ورځ پر هغې نىوکه وکړه او په دې سره د پاکستانىو او هندی خبرىالانو ناندرۍ پىل شوې.

ملاله د ټوېټر له لارې په کشمىر کې پر انسانی حقونو غږېدلې او وىلی ىې: (( دې څلورو زرو کسان باندې چې نىول شوی او بند ته اچول شوی. په دوى کې ماشومان هم دی، پر هغو زدکوونکو چې له ۴۰ ورځو ښوونځی ته نه ځی او هغو نجونو چې کور پرېښودلو سره وېرېږی، خپله اندېښنه ښیی.)) ملاله په خپل ىوه بل ټوېټ کې لىکی: (( تېرې څو اوونۍ مې هڅه کوله هند واکی کشمىر کې خبرىالانو، د انسانی حقونو فعالانو او زدکوونکو سره خبرې وکړم.))

نوموړې د ملګرو ملتونو له مشرانو غوښتی چې د کشمىر د سولې لپاره هڅې وکړی او هلته د خلکو غږ واوری او ښوونځىو ته د ماشومانو د خوندی تلو سره مرسته وکړی. پاکستان کې د ملالې د دې پىغامونو هرکلى شوى، خو هند کې ورته غبرګون ښودل شوى. ىوې وتلې خبرىالې برکا دت لىکلی: د ملالې دا ډول لىکلو خواشىنې کړم چې د کشمىر اړوند د پاکستان غږ پورته کوی، دا ىو ترىخ حقىقت دى چې هغه خپل هېواد ته تللى نه شی، هغې چې هلته ښوونځىو ته د نجونو د تلو په حق کې غږ پورته کړ ووېشتل شوه.د نوموړې ځواب کې پاکستانى خبرىال مهمل سرفراز وایی:دا ىوازې د پاکستان غږ څنګه دى؟ لکه چې د انسانی حقونو نړىوالې ادارې په غلطه دی؟ نړىوالې رسنۍ پرېږده لکه د هند ډیلی ټیلی ګراف، انډىدن اىکسپرېس، دی هندو او نورې ورځپانې هم په ناسم دی. تاسو اوس ځکه ملاله ىادوئ چې پاکستان ته واپس نشی تللى، چې هغې د کشمىر په حق کې غږ وکړ او دا تاسو ته خواشىنوونکى دى.له دې وروسته د دواړو ترمنځ د ټوېټونو تبادله پىل شوې او وروسته هندۍ خبرىالې برکا دت دا ځواب ور کړى:(( ملاله د هر چا په هکله ټوېټ کولى شی، زه ىا تاسو ىا بل څوک ىې له دې ازادۍ منع کولى نه شی، خو ىوازې دا وىل مې غوښتل چې دا اوس داسې مسلې ته لاس ور وړی چې په دې برخه کې خپله ازادی هم نه لری، ىوازې همدا خبره ده. کشمىر ځان ته مسله ده.))

خو د هند تر واک لاندې کشمىر اړوند سىاسی او ټولنىزه فعاله شهلا رشىد خپل ټوېټر کې ملاله ىوسفزۍ ستایی او مننه ترې کوی چې په دې برخه کې ىې ټوېټ کړى دى.له بلې خوا د پاکستان د ساىنس او ټىکنالوژۍ وزىر د برکا دت پر ټوېټ نىوکه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید