د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه دتېرې یکشنبه په ورځ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دخدمتونو د وړاندې کولو او دملاتړ مرستیال ښاغلی شیخ عبدالحکیم په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو د رییسانو په شتون کې ترسره شوه. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ مرستیال ښاغلی شیخ عبدالحکیم په پیل کې وویل: د معلولینو د تثبیت پروسه ۷۵ سلنه پای ته رسېدلې ده. همدارنګه ښاغلی شیخ عبدالحکیم د شهیدانو د ورثې د ثبت او تثبیت د کړنلارې د جوړولو لپاره یوه کمیټه وټاکله. د دې کړنلارې په جوړولو سره به د شهیدانو ورثه په اسانه او رڼه توګه تثبیت او ثبت شی. د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتی فیصل د یاد ریاست د کالسنټر د ګټو په اړه بحث او خبرې وکړې او له درانه مقام څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دا مرکز بېرته فعاله کړی او د دې مرکز د فعالولو سره به خلک وکولای شی په اسانۍ سره د شهیدانو او معلولینو له حقونو او امتیازونو څخه با خبره شی. د غونډې په پای کې یوه کمیټه وټاکل شوه چې په کې د یاد وزارت اړوندې لوحې او بلبوردونه باید وکتل شی او له اسلام او شریعت سره سم دې ولیکل شی.