د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، د معلولیت په برخه کې د فعالو ملی او نړیوالو همکارو موسسو له مسوولینو سره؛ د همکارۍ ۱۵ هوکړه لیکونه، لاسلیک کړل. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، لعل الدین آریوبی، وړمه ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، چې دغه موسسې د معلولیت لرونکو وګړو د فزیکی بیارغونې، ځانګړو زده کړو، اقتصادی پیاوړتیا، په ټولنه کې د هغوی د ادغام، سیاسی مشارکت، د بدن د مصنوعی غړو جوړولو، سپورت، روانی بیارغونې، ټولنیزو روانی مشورو او فرهنګی برخو کې فعالیت تر سره کوی.آریوبی زیاته کړه: د دغو موسسو فعالیتونه د افغانستان نږدې ټول ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې نیسی او د معلولیت لرونکو وګړو د ځان بسیاینې او په خپلو پښو د درېدو لپاره، خدمتونه ترسره کوی. نوموړی وویل : د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه، د وزارت او یادو موسسو ترمنځ د همغږۍ، دوه اړخیزې همکارۍ، ګډو کاری پلانونو، د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاوو معلومولو او خدمتونو د کیفیت د څرنګوالی په اړه ډاډ ترلاسه کول دی.دغه راز یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته د دې زمینه برابروی، چې په هېواد کې معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کول په ښه توګه مدیریت کړی.د دغو هوکړه لیکونو له جملې یو یې له عزیزی بانک سره لاسلیک شو او پربنسټ یې د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکی وګړی، چې بانکی کارتونه ولری، کولای شی خپل کلنی حقوق په آسانۍ سره په مرکز او ولایتونو کې د دغه بانک له څانګو څخه تر لاسه کړی.