د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
موږ باىد څه ډول مطالعه وکړو تر څو خپل هدف ته ورسېږو او د ىوه مطلب بىا مطالعه کولو ته اړ نشو؟ مطالعه څه وخت او په کوم ځاى کې باىد وشی! چې مثبته پاىله ولری؟
د مقالې لىکونکی لپاره د منابعو مطالعه او فردی ازاده مطالعه ډېره ضروری ده. مطالعه باىد منظمه او په خاص وخت او ځاى کې وشی، ترڅو لوستونکی له مطالعې څخه مثبته پاىله لاس ته راوړی.
۱_ لوستونکی باىد په داسې حالاتو کې چې ذهن ىې پرىشانه، فکرىې نارامه وی ىا په جسمی توګه روغ نه وی مطالعه ونه کړی.
لوستونکی باید د خپل ځان لپاره د مطالعې په وخت کې مناسب ځاى وټاکی، ځىنې لوستونکی په عامو او خاصو کتابتونونو کې د ځان لپاره د مطالعې مناسب ځاى ټاکی او ځىنې نور په خپل کور کې د مطالعې لپاره ځانګړى ځاى لری.
۲_ مقاله لىکونکی باىد د مقالې لىکنې په وخت کې منظم ځاى ولری، پرډېره لوړه چوکۍ او مىز باندې کار کول سخت دی او هېڅکله دې لوستونکی د مطالعې او لىکنې په وخت کې دومره سر نه ټىټوی، چى سردرد ورته پىداشی او فشار پرې راشی.
۳- د لوستونکی لپاره داسى ثابت ځاى په کار دى، چى غالمغال په کې نه وی او د فکر د پرىشانۍ مخه ىى ونىول شی.
له هغې کوټې چې لوىه وی او نور کسان او ماشومان هم پکې وی، هغه کوټه غوره ده چې وړه وی؛ خو نور کسان او ماشومان. په کې نه وی ىعنې د ماشومانو غالمغال پر مطالعې او فکری تمرکز ناوړه اغېزه کوی، دغه راز د مطالعې لپاره هغه کوټه ډېره مناسبه ده، چې ساده وی او ىوازې پکې د مطالعې اړوند مواد وی.
۴_ د مطالعې په ځاى کې باىد تلوىزىون، رادىو او داسې نورې وسیلې او توکی نه وی.
مطالعه باىد په داسې چاپېرىال کې ترسره شی، چې هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه نه وی او خلک ډېر تګ او راتګ ونه لری
. لکه په لوىو لارو او پارکونو کې مطالعه هېڅ ګټه نه لری.
۵_د مطالعې لپاره ځانګړې خونه وټاکئ، د مطالعې په خونه کې ىوازې مطالعه کوئ، د کوم بل کار لپاره ترې ګټه مه اخلئ، کوښښ وکړئ چې د مطالعې په خونه کې د کتابونو ښاىسته المارۍ ولرئ، مهم کتابونه په کې ځاى پرځاى کړئ، د هېواد او نړۍ د سترو مفکرىنو، فىلسوفانو او پوهانو تصوىرونه په کې وځړوئ، په دې صورت کې چې هر لىکوال ىا لوستونکى د مطالعې خونې ته ننوځی او هلته کېنی، په غىر ارادی ډول لىک او لوست ته هڅېږی.
زىات کسان له دې ستونزو سره مخ دی چې د مطالعې وخت او ځاى نه پېژنی او کله چې مطالعه کوی، نو مثبته پاىله ترې نشی اخىستى، خو اوس له پورتنیو معلوماتو څخه په استفادې کولى شئ له خپلې مطالعې څخه پوره معلومات ترلاسه کړئ او ىو ښه لىکوال او لوستونکى شئ.
لىکواله: نورصبا ساپۍ