روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مصر لوی مفتی د افغان سولې په تړاو فتوا صادره کړه

د حج او اوقاف وزارت وایی: د مصر لوی مفتی (شاوکی ابراهیم عبدالکریم اعلام) په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده.د دغه وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتی له قوله راغلی، چې سوله د اسلام مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی، چې په خپله اسلام سولې ته وایی.نوموړی همدا راز ویلی، چې په اسلام کې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا دلیل دی ،چې اسلام پر نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول او یا د نورو بېرول منع کړی دی.د مصر مفتی زیاتوی، چې اسلام د یوه انسان وژل د درست بشریت وژل بللی او حتی د انسان قتل یې د خدای د کور یعنی جومات تر ورانولو هم ناوړه عمل بللی دی.په دې وروستیو کلونو کې د سعودی عربستان، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو دینی عالمانو هم په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتواوې صادرې کړی، خو تر اوسه دغو فتواوو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید