روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مرکزی او جنوبی آسیا ترمنځ ترانزیټ موږ ته څه ګټه لری؟

امین وردګ

په جغرافیاوی لحاظ افغانستان د مرکزی او جنوبی آسیا تر منځ د اتصال مهمه اقتصادی نقطه ده او د یوه تجارتی پله اهمیت لری؛ ځکه خو د دواړو لوریو په اقتصادی تعاملاتو کې زموږ میره ده.

د افغانستان ثبات او هم نا امنی د آسیا پر دواړو خواوو باندې مستقیم اثر لری.

که افغانستان آرام ؤ د آسیا دواړه لوری به آرام وی او که افغانستان نا آرامه او بې ثباته شو، نو یوه خوا به هم خیر و نه وینی.

موږ دریواړه (مرکزی آسیا، افغانستان او جنوبی آسیا) اقتصادی، سیاسی، کلتوری، اجتماعی او (په ځینو مواردو کې) آن دینی مشترکات هم سره لرو.

موږ تل یو د بل په دردونو دردېدلی او کړېدلی یو، نو باید چې یو بل ته (د لغتو پر ځای) اوږې ورکړو؛ د کندو او ګړنګونو پر ځای پلونه سره جوړ کړو، څو دریم کس ته د مداخلې موقع پیدا نه شی.

د جنوبی او مرکزی آسیا تر منځ لسګونه کلونه وړاندې (په ۱۳۶۸ کال کې) یوه لویه اقتصادی طرحه (TAPI) جوړه شوې وه، مګر د تطبیق لپاره یې د افغانستان تېر څلوېښت کلونه ستر خنډ ؤ! ځکه چې دلته نه امنیت ؤ، نه باوری اداره او نه هم د عهد او پیمان لپاره وړ اشخاص، حکومتونه، یا جهتونه.

ټاپی، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او له سرخان دریا ولایت څخه، بیا تر پېښور پورې د رېل ګاډی، یا اورګاډی پټلۍ؛ دا څلور هغه سترې پروژې دی، چې د مرکزی او جنوبی آسیا د اقتصادی پیاوړتیا تر څنګ- د افغانستان لپاره هم یوه لویه اقتصادی منبع یا سرچینه جوړېدلای شی؛ د بېلګې په توګه!

ټاپی (TAPI) پروژه:

له ترکمنستان څخه د ګازو نل لیکه پیل کیږی ، بیا د افغانستان او پاکستان له خاورو تیریږی او هند ته اوړی؛ یاده نل لیکه تخمیناً دوه زره (۲۰۰۰) کیلومتره اوږدوالی لری، چې شاوخوا آته سوه  یې تنها د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېریږی.

اټکلاً دوه نیم، تر درې کاله به پنځه زرو (۵۰۰۰) افغانانو ته کار پکې پیدا شی، د دری میلیارده متر مکعب ګازو تر څنګ به – د کال څلور سوه میلیونه ډالره حق العبور هم راکوی او ضمناً به د دغې نل لیکې لپاره امنیتی کسان هم د دېرشو کلونو لپاره (چې دا لومړی قرارداد دی) ګمارل کېږی.

ټاپ (TAP) پروژه:

یاده پروژه به له ترکمنستان څخه (د افغانستان له لارې) پاکستان ته برېښنا لېږدوی ، موږ ته به له انرژۍ علاوه! کلنی حق العبور هم راکوی.

کاسا زر (CASA1000) پروژه:

دغه پروژه بیا له قرغزستان او تاجکستان څخه (د افغانستان له لارې) پاکستان ته برېښنا لېږدوی، د برېښنا دغه مزی به د افغانستان له شپږو ولایتونو څخه تیریږی او د دری سوه میګاواټه برېښنا تر څنګ به موږ ته پنځه څلوېښت میلیونه ډالره کلنی حق العبور هم راکوی.

د رېل ګاډی پټلۍ:

دغه پټلۍ به له ازبکستان څخه پیلیږی؛ له بلخ، سمنګانو، بغلان، سالنګونو، چاریکارو، کابل او ننګرهار څخه به تیریږی او پېښور ته به ځی؛ خو که دوو لوریو (ازبکستان او افغانستان) څه کوښښ نور هم وکړ او دغه پټلۍ یې کراچۍ ته ورسوله، نو دا به بیا د ټولو په ګټه وی؛ ازبکستان او افغانستان به خپل تجارتی اموال (د هند له بحر څخه مستقیماً خپلو هېوادونو ته) را باروی او پاکستان به ترانزیټی ټکس اخلی.

که چېرې زموږ په هېواد کې امن پوره حاکم او اداره مو تر واحدې قوماندې لاندې شوه، حکومت مو بین المللی جواز تر لاسه کړ او لږ تر لږه ګاونډیانو او د سیمې ځینو هېوادونو لکه روسیې، هند او چین په رسمیت وپېژاند او تر څنګ مو یې د کار خلک پر دندو وګمارل او احساس د مسئولیت ته مو اولویت ورکړ – نو ژر ده چې یادې پروژې به عملی شی او په لنډ وخت کې به د لویو پرمختګونو شاهدان شو. ان شاءالله.

ښه به دا وی؛ ترڅو په پای کې دا خبره هم  یاده کړو چې باید نړۍ، سیمه او زموږ ګاونډیان – له اوسنۍ زرینې موقع څخه مثبته ګټه واخلی او له موږ سره (د افغانستان په آرامۍ، پرمختګ او اقتصادی پیاوړتیا کې) پوره مرسته وکړی، یا خو لږ تر لږه زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروی او د دغه هېواد دښمنان نور راته و نه لمسوی، تر څو هم دوی آرام او خوشاله شی، هم موږ.

د یوه آزاد، آرام،  آباد او متمدن افغانستان په هیله.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید