روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مرحوم عبدلحی مطمئن د لومړی تلین په مناسبت

 د کلام او قلم سړی ومړ او یو ځواکمن قلم له تاندو ګوتو د تل لپاره وغورځېد، مجلسونه پرې ړنګ، اشنایان یې خفه، محمد پرې یتیم، ټولنه پرې تشه او د ګلونو یو  باغ بې مالیاره شو او عبدلحی مطمئن ترې له یوې نړۍ ارمانونو سره ولاړ،

هوکې،

مطمئن صیب  د امارت  ستر لیکوال، ښه شاعر، پیاوړی مدریس، ښه مجاهد او هغه ویاند وو، کوم چې په ډېرو اساسو شرایطو او په کمو وسایلو یې د امارت غږ پر خپله ژبه او قلم تر هېواد او نړیوالو  ورساوه، او د اسلامی نظام  د راتګ لپاره یې په یو رنګ قربانۍ هم دریغ ونکړ،

مصرۍ دې ګونګې غږ دې ورک دی مطمئنه آشنا

ښکاری چې ته هم د حـالاتو اضطــراب وخوړې

ریښتیاهم تاثیر ناک غږ نن چُپ دی او مصرۍ د حالاتو په کشمکش کې ورکې شوی،

او مطمئن صیب تېر ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې په ۳مه د خپلو پنډ پنډ ار مانونو سره  د ورپیښې ناروغۍ کرونا له امله یې د ژوند تنابونه سره وشلیده،  او رنځور مسافر مطمئن د هجرت په دیار کې د وطن په ارمان وږې سترګې پټې کړې او   هملته د پردېسۍ پر هدیره کې پرې د خړو خاورو امبار جوړ شو،

مرحوم  مطمئن صیب دې خدای تعالی  غریق رحمت کړی. امین. معتمید، خوږ، مینه ناک او مینه پال انسان و، خدایه ته یې قبول کړې، خدایه ته یې قبول کړې،

د مطمئن صیب د ستړی ژوند پر کوم اړخ به  سړی  وغږېږی، نهایت ډېر ستړی ګیله مند او ارمان جن وکوچېد، پر مطمئن صیب خدای تعالی د ټولو کمالاتو او جمالاتو  لورېنه کړې وه، ریښتیا هم کمال او جمال د خدای نعمتونه دی او پر خپلو خاصو بنده ګانو یې پیرزو کو،مطمئن صیب  د حق پر وړاندې کلک مداعی انسان وه، د اسلام پر دفاع کې د غره په څېر لوړ او پراخه سینه د کفر په وړاندې ولاړ و او  هېڅ چاته پر ناحقه غږېدلو نه  چُپ کېده،  محکم دریځ یې لاره، په عصری  او دینی علومو کې یې بصیرت له هر چا ستر او ځلاند و  قلم یې تېره توره وه  او په هر برخه کې  یې ترې مستقیمه استفاده کوله، کله به یې یو زخمی زړه ته د  درملو پټۍ کړه، کله به یې د یو مظلوم د اوښکو وچولو دسمال کړ، کله به یې د یو چا د ذهـن سازۍ وسیله کړه، کله به یې پر مظلوم شفقت کړ، کله به یې ظالم ته قهر او عذاب کړ، کله به یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئول کړ او کله به یې د مجاهدینو درنه اسلحه توپ، راکټ کړ او د دښمن  دهډو دنګ دنګ برجونه به یې پرې ونړول، نن له موږ سره نشته، د خاورو څلۍ پرې جوړه ده. خاورې پرې هم ناز کوی، په نشتون یې ډېر کارونه نیمګړی پریښی، هر ځای یې کمی محسوسېږی ورک او په زړه وړی نیمګړی ارمان یې پوره دی، امارت پر هېواد حاکم دی، راج پرې د تور پګړیو سپین پګړیو دی، ترې پاتې ملګری چې هغه مهال نړیوالو د ژوند حق نه ورکاوه، نن په نړۍ کې په خپل درانده افغانې لباس کې جګې سترګې ګرځی او د خپل هیواد استازیتوب کوی او نړۍ یې ورته پر دوه لاسی سلام ټیټ سر ولاړه ده،

قبر یې منور او بر کات یې پر ملګرو کورنۍ او امارت شه.

وفـــیق اشنا

ممکن است شما دوست داشته باشید