روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مخابراتو وزارت د پابجی او ټیک ټاک د بندولو لپاره ضرب الاجل وټاکه

د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوجۍ وزارت چارواکو د مخابراتی شرکتونو له مسئولینو سره په ګډه غونډه کې، د ټیک ټاک او پابجی اپلکېشنونو د تړولو لپاره ضرب الاجل وټاکل شو.په دغه غونډه کې چې وړمه ورځ د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت او مخابراتی شرکتونو د مسئولینو تر څنګ د کورنیو چارو، امربالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، د برېښنا ریاست او چارو ادارې استازو هم ګډون درلود.په پیل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوی نجیب الله حقانی د مخابراتی شبکو له استازو څخه د تېرې غونډې په هغو مواردو چې پرېکړه  شوې وه، د راپور د وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې په ترتیب د ټولو مخابراتی شرکتونو استازو خپل راپورونه وړاندې کړل.همدا راز د اړونده، وزارتونو او ادارو مسلکی ټیمونو چې د پاپجی او ټیک ټاک د بندېدو لپاره یې مخابراتی شرکتونو سره ګډ کار ترسره کړی خپلې لاسته راوړنې او راپور سرپرست وزیر ته وړاندې کړې او مخابراتی شرکتونو ته یې هغه لارې چارې ورپه ګوته کړې چې د ټیک ټاک او پاپجی اپلېکشنونو په بندېدو کې ګټور تمامېدای شی.د ناغونډې په پای کې له ګڼو بحثونو او خبرو اترو وروسته د مخابراتی شبکو د استازو سره په همغږۍ ټولو مخابراتی شرکتونو ته د ټیک ټاک د تړلو لپاره یوه میاشت او پابجی اپلکېشن د تړلو لپاره درې میشاتی ضرب الاجل وټاکل شو.د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د پابجی اپلکېشن د بندېدلو پرېکړه د تېرې ادارې پر مهال شوې وه او د اسلامی امارت تر واکمنېدو وروسته د ټیک ټاک په ګډون د دواړو اپلکېشنونو د تړلو پرېکړه بیا تازه شوه، خو مخابراتی شرکتونو دغه پرېکړې د ستونزمن ګڼلو له کبله نه وې عملی کړې، چې بلاخره د حکومت له لوری ورته ضرب الاجل وټاکل شو. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید