د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د شنبې په ماښام د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت له رهبری پلاوی سره په ارګ کې وکتل.د دې کتنې په پىل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزىر شهزادګل ارىوبی د ملی هوىت داسنادو دالکترونىکی پروژې، د معلوماتی سىستمونو د امنىت او دبرېښناىی حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې.ده دغه راز د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د کاری وړتىا د لوړولو په خاطر خپل وړاندېزونه هم له جمهوررییس
سره شرىک کړل.جمهوررییس غنی د ىادو خبرو له اورېدو وروسته ترسره شوی کارونه و ستاىل او وې وىل: په مخابراتو وزارت کې ښه پرمختګونه شوی دی. ده زىاته کړه: د پروژو د کاری پرمختګ په اړه باىد مشخصه فىصدی موجوده وی، ځکه تردې مهاله زموږ هېواد ىوه معلوماتی ټولنه نه ده.جمهوررییس څرګنده کړه: افغانستان تر اوسه د کارکوونکو دقىقه احصائىه او د خپلو عاىداتو دقىق ارقام نه لری، دغه راز تر دې وخته په هېواد کې د اقتصادی پروژو منطق نه دى رامنځته شوى.جمهوررییس غنی ووىل: واحد دولتی برېښناىی سىستم باىد جوړ او تر څنګ دې د زده کوونکو د بلدتىا په موخه په تعلىمی نصاب کې برېښناىی او معلوماتی مساىل هم ځاى شی چې دا چاره په هېواد کې د برېښناىی او عصری علومو د پرمختګ لامل ګرځی.جمهوررییس دې ته په اشارې چې ولس باىد د ټکنالوژۍ نتىجه په عمل کې ووىنی ووىل، د ټکنالوژۍ عمومی مرکز دې چې د مخابراتو په وزارت پورې منحصر نه وی، جوړ شی.