روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مالیې وزارت: د چنګاښ میاشتې معاشونه له اختره مخکې ورکول کېږی

 د افغانستان د اسلامی امارت د مالیې وزارت وایی چې د ټولو دولتی ادارو د کارکوونکو د چنګاښ میاشتې معاشونه د لوی اختر له را رسېدو مخکې ورکوی. د مالیې وزارت چارواکی وایی، چې په همدې موخه یې ټولو دولتی ادارو ته خبر ورکړی، چې د خپلو کارکوونکو د معاش استحقاقونه د دغه وزارت د خزاینو عمومی ریاست ته واستوی. د دولتی ادارو ځینو کارکوونکو له رسنیو سره په خبرو کې د مالیې وزارت د دې اقدام هرکلی کړی او ویلی یې دی چې که د چنګاښ  میاشتې معاش د میاشتې له بشپړېدو مخکې واخلی،نو د اختر لپاره به یې دسترخوانونه ډک شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید