روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د مالیې وزارت دې پر ګمرکونو د پانګونې لپاره واضح پلان ترتیب کړی ))

د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د عوایدو عالی شورا لومړۍ غونډه، چې د برنامو، پالیسیو او ستراتېژیو د تطبیق په برخه کې د بین الوزارتی همغږۍ په موخه د عوایدو زیاتولو لپاره جوړه شوې ده، ترسره شوه.د اجندا مطابق د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د عوایدو عالی شورا کړنلاره په څلورو څپرکو او ۲۸ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه ،چې شورا تصویب او د چارو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په دوامداره توګه د عوایدو عالی شورا غونډې جوړې کړی.ورپسې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال د هرات – اسلام کلا ګمرک د اورلګېدو د تاوان د ورکړې د تګلارې راپور غونډې ته وړاندې کړ ،چې تایید او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د اسلام کلا اورلګېدو زیانمنو شویو ته د خساری جبران په برخه کې رسېدګی وکړی.وروسته د مالیې وزارت سرپرست غونډې ته په تېرو پنځو میاشتو کې د دولت د عوایدو راټولولو راپور وړاندې کړ. د عوایدو عالی شورا مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د ۱۴۰۰ مالی کال ترپایه د هېواد د عوایدو د غوره مدیریت په موخه لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې ترتیب او د عوایدو عالی شورا غونډو ته وړاندې کړی.همداراز مالیې وزارت د قاچاق مصادره شویو توکو له پلوره  د ترلاسه شویو عوایدو د توزیع طرزالعمل په درېیو څپرکو او ۱۸ مادو کې غونډې ته وړاندې او له بحث وروسته پرېکړه وشوه ،چې پر یاد طرزالعمل بیا ځلې غور وشی او له مشخص ضرب الاجل سره دې دوباره غونډې ته وړاندې شی.په همدې ترتیب د عوایدو عالی شورا مالیې وزارت مؤظف کړ ،چې د هېواد پر ګمرکونو د پانګونې په موخه واضح پلان ترتیب او د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملی پراختیا شرکت او د افغانستان خونو فدراسیون سره په همغږۍ دې په ګمرکونو کې د وسایطو د پراخ تمځای د ایجاد لپاره واضح پلان ترتیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید