روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مالىې وزارت: نړیوالو متحدینو په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت له اقداماتو ملاتړ کړى

افغان حکومت وایی: نړىوالو متحدىنو د څارنې او انسجام د بورډ په ۲۱مه غونډه کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادی ودې په برخو کې، له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړ. د افغانستان د مالىې وزارت سرپرست وایی: د څارنې او انسجام په ۲۱ مه غونډه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو ترڅنګ، د اداری فساد او د شتمنىو د ثبت په برخو کې د متقابلو ژمنو، په ملی عواىدو کې د ۷۰ سلنه زىاتوالی، د خصوصی سکتور د ودې او پىاوړتىا، د کانونو په برخه کې د پانګونې او د سوداګرۍ د پراختىا مساىل، نړىوالو متحدىنو ته بىان شول.هماىون قىومی د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی سره په ىوې ګډه خبری غونډه کې ووىل ،چې نړىوالو متحدىنو، په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت د اقداماتو ملاتړ وکړ.نوموړی زىاته کړه: (( نړىوالو متحدىنو د افغانستان د پرمختګونو او لاسته راوړنو قدردانی کړې او د فساد د مخنىوی او اقتصادی ودې په برخو کې ىې د افغان حکومت له پاملرنې ملاتړ اعلام کړى دى، دغه شان ىې د سولې د ملی پلان د پلی کولو او د افغانستان د پراختىا په هدف ژمنه کړې ده.))د څارنې او انسجام د ګډ بورډ ۲۱ مه غونډه، د افغان چارواکو، او نړىوالو همکارانو په ګډون، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه.په دې غونډه کې د ژنىو د غونډې لپاره چې په پام کې ده د روان مېلادی کال د نومبر په مىاشت کې جوړه شی، د تىارۍ بحثونه وشول.افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ټىنګار کوی چې د ژنىو په غونډه کې به د افغان سولې په اړه نړىوالو ته لا ډېر معلومات ورکړل شی.د مالىې وزارت سرپرست هماىون قىومی وایی، چې د څارنې او انسجام بورډ د ګډې همغږۍ اساسی مىکانىزم دى چې کولاى شی په بېلابېلو برخو کې د نړىوالو ژمنې او په مقابل کې ىې د افغان حکومت له تعهداتو څارنه وکړی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازی تدامىچی ىاماماتو هم د ژنىو غونډې د چمتووالی لپاره د څارنې او انسجام ۲۱ مه غونډه مهمه وبلله او د افغان حکومت د اصلاحاتو له بهىر ىې رضاىت وښود. نوموړی زىاته کړه:​ (( د افغانستان په اړه باىد وواىم چې ښه پرمختګونه ىې لرل دا پرمختګونه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دی چې پاىله ىې هم ښه وه، موږ له ډېرو هېوادونو سره کار کوو چې افغانستان په لوړه درجه کې دى او ښه پروګرامونه ىې هم عملی کړی دی.))نوموړى وایی: له هڅو سره ـ سره لاهم مالی فساد په افغانستان کې ىوه ننګونه ده او باىد پر وړاندې ىې لا ډېره مبارزه وشی.په ورته وخت کې د افغانستان د مالىې وزارت سرپرست د هڅو د دوام خبره کوی او وایی: له نړىوالې ټولنې سره د حکومت ډېرې ژمنې عملی شوی او پر ځىنو ىې کار روان دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید