روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لیکوالۍ لس غوره اصول

ډېر کسان فکر کوی، چې د لیکلو استعداد یوازې په یوې خاصې ډلې پورې اړه لری او عادی خلک ترې بې برخې دی. دا کسان ګومان کوی ، چې انسانان پر دوو ډلو وېشل شوى دى: لومړۍ ډله پیاوړی لیکوالان دی او پرته له کومې هڅې ښه لیکنه کولی شی او دویمه ډله هغه خوار لیکوالان دی، چې د ښې لیکوالۍ هڅه کوی ، خو هره هڅه یې بې ګټې تمامېږی. دا ډول فکر ناسم دى، نو تاسو هم پرې باور مه کوئ.

په اصل کې ښه لیکوالی یو ډول هنر دى، چې له تفکر او الهام سره مل وی او موږ هر یو د ډېرو ښو او غوره متنونو د لیکلو استعداد په ځان کې لرو.

اوس  چې ټولنیزو رسنیو پر ډېرو چارو اغېزې کړې او په هره برخه کې یې مهم رول لوبولى دى، نو موږ هم باید د ټولنې د فعال غړی په توګه د ځان د اثبات او بریا لپاره د ښو متنونو د لیکلو او خپرولو وړتیا ولرو.

هر څوک که هڅه وکړی او وغواړی، نو خپلې ډېرې عادی لیکنې په الهام بښونکې او جذابه بڼه مخاطبینو ته وړاندې کولی شی. په دې لاره کې لومړنى ګام د یوه مناسب ذهنی انډول رامنځته کول دی. په دې لیکنه کې د لیکوالۍ لس مهم اصول وړاندې شوی، چې د ذهنی انډول د رامنځته کولو او د لیکوالۍ د پیل لپاره ګټور او موثر ښودل شوی دی.

۱-  لیکوالی یوه نه، بلکې څو لارې لری،څنګه چې د ماشوم د روزنې لپاره څو لارې موجودې دی؛ ښه لیکوالی هم کومه ځانګړې تګلاره نه لری، نو هڅه وکړئ، خپل سبک او تګلاره پیدا او پر بنسټ یې مخ پر وړاندې لاړ شئ.

۲- کلمې زموږ استازې دی ، همدا کلمې دی چې موږ نورو ته ورپېژنی، نو باید د خپلو کلمو پانګه پراخه کړو او په کارونه کې یې حساس واوسو. له دې خبرې موخه په ځانګړو موقعیتونو کې د مناسبو کلمو کارول دی.

۳-  لیکوالی عادی وسیله نه ده ،لیکوالۍ ته په کمه سترګه مه ګورئ، دا د واک یوه وسیله ده، تر کومه ځایه چې کولی شئ هغه پیاوړې کړئ، څو په اوسنی وخت کې د واک خاوندان شئ. تر وروستی بریده هڅه وکړئ چې له دې وسیلې په ګټوره توګه کار واخلئ.

۴-  د ښې لیکوالۍ راز تمرین او تکرار دى، د ښه لیکوال کېدلو لپاره ډېر څه ولیکئ، که په ساده ژبه یې ووایم ، نو تاسو یوازې په ډېر تمرین او تکرار سره پر پیاوړی لیکوال بدلېدای شئ؛ نو له هر فرصته د لیکوالۍ لپاره ګټه واخلئ.

۵-  د قواعدو مراعات او حوصله لرل ، د ښو لیکلو لپاره لازمه ده، ‌‌‌‌‌‌لیکوالی مو ورځنى عادت وګرځوئ، بېړه مه کوئ، د سم لیکلو د قواعدو د مراعات ترڅنګ پراخه حوصله او زغم هم ولرئ.

۶-  ساده یې ولیکلئ ، که موږ د خپل مطلب د ښې افادې لپاره ساده الفاظ وکاروو، نو دا عیب نه دى. د ‌‌‌‌‌‌ډېرو پېچلو ویناوو په کارونې سره مو لوستونکی لارورکی کېږی. په یاد ولرئ چې د ښې لیکنې له ټولو مهمه ځانګړنه نورو ته د خپلې موخې ژر رسول دی.

٧-  لوستونکی مو ناپوه مه ګڼئ ، د لیکلو پر وخت داسې وانګېرئ، چې ګواکی لوستونکی مو پر موضوع نه پوهېږی، نو د پوهېدلو لپاره یې بشپړ مواد په لیکنه کې ځای کړئ؛ خو پام مو وی ، چې هېڅکله مو لوستونکی ناپوه ونه ګڼئ.

٨-  له کلیشې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ : تر وروستی بریده هڅه وکړئ چې په لیکنه کې مو د کلیشه یی خبرو او ځانګړو اصطلاحانو له کارولو ځان وساتئ، خو که چېرې ناچاره شوى چې دا موارد په متن کې راوړئ، نو کوښښ وکړئ چې کارونه یې محدوده او حد اقل ته را ښکته کړئ.

٩- د بیا لوستنې پړاو جدی ونیسئ ، له بیا لوستلو پرته مو لیکنه مه خپروئ، ښایی مطالب په نامناسب او غیر معیاری بڼه راوړل شوى وی. د بیا لوستنې پړاو له تاسو سره مرسته کوی چې متن مو په عالی کیفیت لوستونکو ته وړاندې کړئ. ناهیلی کېږئ مه، د لیکنې لومړنۍ بڼه مو د لیکنې د وروستی کیفیت په ټاکلو کې رول نه لوبوی‌. د ښه لیکوال وړتیا د خپلې لیکنې په بیاسمونه کې ده.

ټول لیکوالان چې تاسې یې پیاوړی ګڼئ، لومړی ځل یې ‌‌‌‌‌‌لیکنو ډېرې تېروتنې لرلې دی، خو د دوی بریا د خپلې لیکنې په بیالوستنې او ا‌ېډېټ کې ده.

اېډېټ یوازې د ګرامری تېروتنو سمونه نه ، بلکې سربېره پر دې د مطلب د ژر پوهېدلو او افادې لپاره د متن هر اړخیزه اصلاح ده.

١٠- پرله پسې یې ولیکئ ، هڅه وکړئ پرله پسې یې ولیکئ او د یوه متن د لیکلو پر وخت زمانی واټن مه رامنځته کوئ، کنه نو ښایی د متن کیفیت مو کم شی. د ښې او اغېزمنې لیکوالۍ یوه ځانګړنه لیکلو ته د وخت ځانګړی کول دی؛ نو د کار د پیل پر وخت د هغه پای هم له ځان سره وټاکئ.

لیکواله: ان هېنډلی ژباړه: وږمه وردګ

ممکن است شما دوست داشته باشید