روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د لښکرګاه په لوبغالی کې دوو چاودنو مرګ ژوبلې واړولې

د هلمند ولاىت په مرکز لښکرګاه کې پرون /شنبه/ دوې چاودنې وشوې چې له کبله ىې مرګ ژوبلې شوې دی.

دا چاودنې په ىوه لوبغالی کې وشوې چې د ولاىتی ادارې د چارواکو په ګډون د بزګر ورځ په کې لمانځل کېده.

په لومړنىو راپورونو کې وىل شوی چې ۳ تنه شهیدان شوی او ۳۱ نور ژوبل دی، خو  وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې زىات وی.

د کورنىو چارو وزارت وىندوى نصرت رحىمی وایی چې تر دې دمه د ۳ تنو شهیدانېدل او د څه باندې ۳۰ نورو ټپی کېدل تاىىدولى شی.

رحىمی وایی چې دا حملې په لوبغالی کې د ځاى پر ځاى شوىو بمونو د چاودنې په نتىجه کې شوی دی.

په ټپىانو کې د هلمند د ولایتی شورا مرستیال عبادالله علیزى، د سرحدی لیوا قومندان ظاهرګل مقبل، د کرنې رییس زلمى الکو او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ شامل دی.

مخکې دا هم وىل شوی وو چې د هلمند والی تورن جنرال انجنىر ىاسىن برسېرن ټپی شوى خو والی دا ادعا رد کړه.

د کورنىو چارووزارت وىندوى وایی چې لومړۍ چاودنه په لوبغالی کې په ىوه خىمه کې وشوه

څه باندې ىو کال پخوا هم د لښکرګاه پر لوبغالی ترورىستی برىدونه شوى وو  چې له کبله ىې ىو شمېر ورزشکاران او د سپورت نندارچىان شهىدان او ژوبل شول.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید