د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د لوګر د پوهنې ریاست وایی: د دې ولایت په شته ۲۷۳ ښوونځیو کې د روان ۱۳۹۹ ښوونیز کال پر مهال ۱۵۱۳۲ نوی زده کوونکی جذب شوی دی.د یاد ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، یاد نوی زده کوونکی د ابتداییه دورې لومړیو ټولګیو ته جذب شوی دی، چې له دې ډلې شاوخوا ۴۱۷۷ یې نجونې دی.د خبرپاڼې له مخې، د پل علم ښوونځیو ۱۴۸۷ نجونې او ۴۵۳۵ هلکان، د محمدآغې ولسوالۍ ښوونځیو ۱۸۰۰ نجونې او ۲۲۰۰ هلکان، د خوښۍ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۳ نجونې او ۲۶۴ هلکان، د بره کی برک ولسوالۍ ښوونځیو ۶۶۸ نجونې او ۱۳۸۰ هلکان، د څرخ ولسوالۍ ښوونځیو ۲۱۱ نجونې او ۸۲۰ هلکان، د ازرې ولسوالۍ ښوونځیو ۴۶۶ نجونې او ۸۶۰ هلکان او د خروار ولسوالۍ ښوونځیو یوازې ۲۲۰ هلکان جذب کړی دی.اعلامیه وړاندې کاږی، د خروار ولسوالۍ په ښوونځیو کې د تېرو کلونو په څېر بیا هم د وسلوالو طالبانو له خوا د اجازې نه ورکولو له امله هېڅ نجونې زده کوونکې جذب شوې نه دی.د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځی شته، چې ۷۵ لېسې، ۷۳ منځنی او پاتې ۱۲۵ نور یې لومړنی ښوونځی دی.په یاد شمېر ښوونځیو کې ۱۴۰۰۷۰ زده کوونکی په زده کړو بوخت دی، چې له دې جملې څخه ۴۰۵۹۸ یې نجونی دی.په برکی برک، څرخ، ازره او خروار ولسوالیو کې لا هم ښوونځی د وسلوالو طالبانو تر څار لاندې دی او وخت ناوخته د نجونو د زده کړو مخه نیسی.لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت ولایت دی، چې وخت ناوخته د جګړو او ناامنیو راپورونه ترې ورکول کېږی او د ناامنیو له امله لا هم یو شمېر ښوونځی په کې د وسلوالو طالبانو له خوا تړلی دی.