د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د لوړو زده کړو وزارت د ١۴٠١ کال د کانکور آزموینو د اخیستلو د همغږۍ او سلا مشورو په مقصد د آزموینو له ملی ادارې سره غونډه وکړه.د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې موافقه شوې، چې د ١۴٠١ کال د کانکور آزموینه دې د روان کال د وږی په میاشت کې واخیستل شی. دغه راز د غونډې غړو د ١۴٠١ کال د کانکور آزموینې له لارې د محصلینو د جذب لپاره د دولتی تحصیلی بنسټونو د ظرفیت، د غیر مجوز خصوصی تحصیلی بنسټونو له فارغانو د سویې د تثبیت آزموینې، د کانکور آزموینې د طرز العمل د تعدیل او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې غړو موافقه وکړه، چې هغه خصوصی تحصیلی بنسټونه،چې تر اوسه یې خپل اساسی کتابونه نه دی بشپړ کړی باید د ١٣٩٩ او ١۴٠٠ کلونو اساسی کتابونه د زمری تر ١٨ مې پورې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاری له دې پرته هغوى ته د١۴٠١ کال د کانکور آزموینې د اخیستلو اجازه نه ورکول کېږی.دغه راز د دغه شان تحصیلی بنسټونو لېست به هم د لوړو زده کړو وزارت او د آزموینی د ملی ادارې پر وېب پاڼو خپور شی.