روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قطر تخنیکی ټیم د کابل په هوایی ډګر کې خپل کار پای ته ورساوه

په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې په کابل هوایی ډګر کې د دوی د تخنیکی ټیم  فعالیتونه پای ته ورسېدل.په اعلامیه کې ویل شوی چې د قطر تخنیکی ټیم په نړیوالو معیارونو سره د کابل هوایی ډګر یو ځل بیا فعاله کړی، چې له امله یې د افغانستان ولس ته بشری او انکشافی مرستې ورسېدې.سرچینې زیاته کړې، هېواد به یې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وی.د یادونې وړ ده، چې واک ته د اسلامی امارت د بیا رسېدو او د امریکایانو د وتلو پر مهال  دوی د کابل هوایی ډګر ډېری برخې  وېجاړې کړې وې او ټول سیستمونه یې له منځه وړې وو، چې بیا د قطر په تخنیکی مرسته د کابل هوایی ډګر فعال شو.د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکی ویلی: له دې وروسته به د افغانستان هوایی ډګرونه د مرستو پر اساس نه بلکې د قراردادونو له مخې اداره کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید