روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قزاقستان په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ کسان وژل شوی

د قزاقستان حکومت وایی، چې د دغه هیواد په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ کسان وژل شوی چې د هغو په منځ کې ۱۹ امنیتی افراد دی.د قزاقستان وروستی اعتراضونه د روسیې د پوځی ځواکونو په مرسته وځپل شول او د قزاقستان حکومت ادعا وکړه چې دا اعتراضونه په بهر پورې د تړلیو وسله والو ډلو له لوری د تاوتریخوالی سبب شول.

په قزاقستان کې د ګازو د بیې د دوه برابره کېدو په اعتراض کې سوله ییزې مظاهرې پیل شوې خو ډېر ژر تاوتریخوالی په کې رامنځته شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید