روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قزاقستان ولسمشر نوی قانون توشېح کړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف وړمه ورځ هغه قانون رسماً توشېح کړ، چې له مخې یې د ولسمشر د کار اوسنۍ موده د دوو پنځه کلنو دورو پرځای په یوه اووه کلنه دوره بدلوی.د نوی قانون له مخې، همداراز د دې هېواد پلازمېنه نور سلطان بېرته استانې ته اړول کېږی. توقایف په ۲۰۱۹ م کال کې له ځانه مخکې ولسمشر نورسلطان نظربایوف ته د درناوی لپاره د استانې نوم په نورسلطان اړولی و،خو دی په وروستیو میاشتو کې هڅه کوی ،چې له مخکینی ولسمشره ځان لرې کړی.د قزاقستان سیاسی منتقدان وایی: د جومارت توقایف نوښتونه یوازې ظاهری بڼه لری او د دې استبدادی حکومت ماهیت نه دی بدل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید