روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس د ملی خیانت له امله ګرم بلل شوی

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس کریم ماسیموف د ملی خیانت له امله نیول شوی.هغه د خونړیو اعتراضونو پر مهال له نیول کېدو دوې ورځې مخکې له دندې لرې شو.د قزاقستان د ملی امنیت کمېټې د ماسیموف د نیول کېدو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلی، چې یو شمېر نور امنیتی چارواکی هم نیول شوی دی.۵۶ کلن ماسیموف چې دوه ځلې یې د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې د پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایوف له نږدې کسانو ګڼل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید