د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسی قانون هغه تعدیل توشیح کړ، چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.د جپاروف مخالفین تور پورې کوی، چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شی.د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسی قانون د تعدیل په پلوی رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې ،چې په متن کې یې څه لیکل شوی دی.د نوی تعدیل شوی قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوی څوکیو ته راکمېږی او ولسمشر ته صلاحیت ورکوی ،چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکی.دغه راز د دغه قانون له مخې ،به مشورتی او د چارو د همغږۍ یوه اداره جوړیږی چې د ولسمشر تر کنټرول لاندې به فعالیت کوی.منتقدین وایی: دغه اداره به ښایی له پارلمان سره موازی چارې مخ ته وړی چې دې توګه به ولسمشر ډېر واک لری.