روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د قانون پرضد د ولسی جرګې د ځینو وکیلانو درېځ سخت حساسیتونه را پارولی دی!

وړمه شپه د کابل ښار د پلچرخی په سىمه یا نهمه حوزه کې د پولىسو او وکىلانو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده. پولىسو ګمرک ته څېرمه د ىوه وکىل د تورو ښیښو موټر درولى او د ښیښو سپىنولو ىې ورته وىلی، خو وکىل ورسره مخالفت ښودلى او دا ىې د ځان سپکاوى بللى دى!؟ راپورونه وایی چې وروسته د پولىسو او د وکىل د ساتونکی ترمنځ شخړه رامنځته شوې او ساتونکیو پر پولیسو د ټوپکو خولې ور اړولې دی، پولىسو د وکىل ساتونکو نیولى دى، خوله پېښې وروسته سىمې ته ګڼ نور وکىلان رسېدلی او د اعتراض په توګه ىې عمومی لاره تړلې وه. داسې هم ویل کېږی، چې د ولسی جرګې د دوو وکیلانو موټرو قانونی اسناد نه لرل، د هغوى ساتونکیو هم غیر قانونی وسلې ګرځولې، کله یې چې پولیسو مخینوى کاوه، شخړه شوې او نور وکیلان هم ورسېدلی او د دغو وکیلانو د غیر قانونی کړنو ننګه یې کړې ده، پېښه پر پولیسو د برید تر ګواښه هم رسېدلې، خو بیا هم د وکیلانو ساتونکی خوشی شوی دی!؟ورپسې وکیلان په قهر شوی، راټول شوی او نیمه شپه یې په غیر قانونی توګه او له رسمی وخته بهر د ولسی جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نىولې وه او د کورنىو چارو سرپرست وزىر مسعود اندرابی یې د جرګې تالار ته ور غوښتى و!؟ سرپرست وزیر ورته ویلی، چې پېښه به وپلټی، خو دې پېښې په ټولنىزو شبکو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولی دی. د ټولنىزو شبکو کاروونکی وایی، چې وکىلان د مافىا بانډونه دی. دوى وایی پولىس حق لری چې د تورو ښیښو موټر ودروی او د جواز پوښتنه ترې وکړی. عام خلک وایی په هېواد کې هره ورځ جنازې او قتلونه روان دی وکىلانو ىوه ورځ د ملت لپاره غږ اوچت نه کړ،خو د خپلو شخصی ګټو په خاطر د شپې بیړنۍ غونډې جوړوی.د وکیلانو درېـیمه غیر قانونی غوښتنه هم تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده، هغوى چې د غیر قانونی کړنو او مافیایی اعمالو د مخنیوی هڅې یې کېږی، نو پلمه جوړوی او له دندې د هغو چارواکیو د لرې کولو غږ پورته کوی ، چې په هېواد کې یې د امنیت لپاره لوى بدلون راوستى او هوډ یې کړى، چې پر هر چا او هر فرد ، یو ډول قانون پلى کړی. دا مسئله ځکه نوره هم خندنۍ او ریشخند شوه، چې رسنیو ته په ولسی جرګه کې د یوې ډلې د څو غړیو، غږىز کلىپونه ورسېدل چې ښیی، دغه وکىلان د کورنىو چارو امنىتی مرستىال جنرال خوشحال سادات د [ بچه فلم ] په نوم ىادوی او پلان تړی چې نوموړى د شنبې ىا دوشنبې په ورځ جرګې ته وغواړی او پر ولسمشر فشار راوړی چې له دندې ىې لرې کړی.خوشحال سادات له هغې ورځې راهىسې چې د سنبلې په ۱۸مه ىې د شهید د ورځې په پلمه را وتلی وسله وال لنډغر ونیول ، د یو شمېر کسانو تر هدف لاندې دى، خو د دغو لنډغرو نیول کېدا، د ولس ملاتړ له ځانه سره لاره او کورنی ځواکونه یې له همدې امله وستایل، چې دغه لنډ غر یې پرې نښوودل، چې په رڼا ورځ د کابل په ښار کې د عامو خلکو د ازارولو او امنىتی سرتېریو د وژلو لړۍ دوامداره وساتی، اوس په ولسی جرګه کې د هغوى وکیلان هڅې کوی، چې شخړه را منځته کړی او د هېواد قانون ته ژمن او قانون پلی کوونکی کادرونه وپرځوی! د خوشحال سادات پر ضد د لوىې دسىسې ګڼ غږىز کلىپونه خپاره شوی دی، د دولت مخالفې او له پخوانی دولته د باج اخیستونکې ډلې د وکىلانو دغه څرګندونې له وڅ اپ ( وټس اپ ) ګروپ څخه را اىستل شوی دی.

واقعاً چې د دغو وکیلانو غږیز کلېپونه، د قانون خلاف او خندوونکی دی، خو هغوى نور ملت نه شی تېر ایستلى، ملت هغه پخوانى ملت نه دى، چې د یوه سیمه ییز قوماندان د ګټو لپاره لارو او سړکونو ته را ووزی، بلکې ملت د هغه چا ننګه او ملاتړ کوی، چې د نظام د پیاوړی کولو او د قانون د پلی کولو لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې او د ملت د سر او مال د ساتنې لپاره یې پر ځان خوبونه حرام کړی دی، دا چارواکی د چا د ترحم او زور په واسطه نه، بلکې د خپلې وړتیا او خپل مسلک پر اساس ټاکل شوی دی. ملت پوهېږی، چې د پولیسو ځوان معیـین خوشحال سادات ته د یو شمېر وکیلانو له لوری دسیسه جوړه شوې،خو د لرې کولو هڅې به یې هم ناکامې شی، ځکه په همدې ولسی جرګه کې نور وکیلان پر هغوى ملنډې وهی او وریادوی، چې په توره شپه کې دا بیړنۍ غونډه د څه لپاره او ولې هغوى د خپلو ګټو لپاره آن په نیمه شپه کې هم غونډې جوړولى او د کادرونو د لرې کولو لپاره تصمیم نیولى شی، خو د ملت د ګټو او د بهرنیو دښمنانو د ناوړو دسیسو د شنډولو هوډ خو لا څه چې نه یې شی کولى، بلکې د دې لپاره یې ملاوې ماتې دی!

رسنیو هم په دې اړه ګڼې تبصرې کړې دی، رسنیو دا هم ویلی، چې که څه هم د چارواکیو او وکیلانو له خوا د قانون ماتول څه نوې خبره نه ده، خو باید پام دې ته وشی، چې ولسی جرګه قانون جوړوونکې جرګه ده، له هغوى د قانون د ماتولو تمه په هېڅ صورت سره نه شی کېداى! نو د ولسی جرګې د غړیو قانون ماتوونکې کړنې په هېڅ ډول د توجه وړ نه دی او پولىس باىد د عامو وګړیو په څېر د پارلمان د وکىلانو موټر هم وپلټی، دا ځکه چې هېڅ څوک له قانونه پورته نه دى.

په ورته وخت کې لوى ښارونه لکه کابل، ترهګر او موټربم بریدونه ننګوی، یا هم د ځانګړیو تورو ښیښو موټر د مخدرو موادو او آن انسانی قاچاق په وړلو راوړلو شکمن شوی دی، پولیسو ته امر شوى، چې دا ښیښې پاکې کړی، چې په موټر کې ناست او وړونکی توکی وپېژندل شی، دې ته باید چارواکی، وکیلان او ټول وګړی سر ټیټ کړی او د خپلو نورو هېوادوالو د امنیت او ثبات د خوندیتوب لپاره د پولیسو د دغه تصمیم ملاتړ وشی. ملت همدا غوښتنه لری او کله چې په چارو کې بدلون راځی، نو همدا یې هیله ده، د کورنیو چارو وزارت امنیتی معیـین جنرال خوشحال سادات په پوره نوې انرژۍ د قانون د پلی کېدا لپاره ټاکل شوى، چې ولسمشر پرې پوره باور لری، هغه د کابل ټولو پلټونکیو پوستو او کمربندونو ته امر کړى، چې د هر غیر قانونی عمل مخینوى وکړی. د هغه باید ملاتړ وشی، نه دا چې هغه دې له دندې لرې کړل شی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته خلکو پراخ غبرګون ښکاره کړ چې  (وکیلان ملامت دی) او د جنرال خوشحال سادات په ملاتړ یې پوسټونه او لیکنې وکړې او وکیلان یې بیا وغندل. د ولسی جرګې استازی هم د ملت استازی دی، هغوى باید د ملت تصمیم او ارادو ته درناوى ولری.

احمد فرهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید