د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د فېروزکوه -چغچران سړک د دویم فاز او د بامیان- وردګو سړک د کاری پرمختګ د څرنګوالی د ارزولو په موخه غونډه جوړه شوه.په دغه غونډه کې چې وړم مازدیګر په ارګ کې وشوه، په پیل کې د ښارجوړولو او مځکو وزارت مسوولینو د یادو سړکونو د کاری پرمختګ، ستونزو او موجوده ننګونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.جمهوررییس غنی د یاد راپور له اورېدو وروسته د کاری پرمختګ جریان د قناعت وړ ونه باله او د موجوده ستونزو د بېړنی حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.جمهوررییس څرګنده کړه: د یادو سړکونو د استملاک ستونزې حل دې چټک او د وزارت په کاری لومړیتوب کې راشی. ده زیاته کړه: د ټولو هغو موضوعاتو د حل لپاره دې چې د کاری بهیر د ځنډ لامل ګرځېدلی، عاجلې حل لارې په پام کې ونیول شی.د غونډې په پای کې د ښارجوړولو او مځکو وزارت پر وخت د رامنځ شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو سړکونو د کاری بهیر چټکتیا به د یاد وزارت په کاری لومړیتوبونو کې راشی.