د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلې د ازبکستان او ترکمنستان پر وړاندې دوستانه سیالیو ته د چمتووالی لپاره په ترکیه کې تمرینات پیل کړی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه تمرینی کمپ کې ۲۳ لوبغاړی شامل دی ، چې د یوې اوونۍ لپاره به د ترکیې په انتالیا کې تمرینات وکړی. ټاکل شوې د دغه تمریناتی کمپ پر مهال د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د ترکیې له یو شمېر ځایی لوبډلو سره تمرینی سیالۍ هم وکړې.افغانستان به د روان میلادی کال په ډسمبر میاشت کې د ازبکستان او ترکمنستان پر وړاندې دوستانه سیالۍ وکړی. د یادونې وړ ده ، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه لوبه چې ټاکل شوې وه د نومبر په ۱۹مه نېټه ترسره شی د تاجکستان د فوټبال فدراسیون په غوښتنه د راتلونکی کال مارچ میاشتې ته وځنډول شوه.