روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فقر، بېوزلۍ او بېکارۍ کچې د لوړېدو په اړه د افغانانو اندېښنې!؟

په هېواد کې روان فقر، بېوزلی او بېکاری له جګړې را وروسته د افغانانو د نننی ژوند پر وړاندې هغه ګواښوونکې او اندېښمنوونکې پدیدې دی، چې موږ ته له تېرې دری څلوېښت کلنې جګړې څخه را پاتې دی. که څه هم د اسلامی امارت په راتګ سره د دې وطن هر کس شتمن، غریب،او  بېکاره دا هیله لرله، چې جګړه به نوره ختمېږی او زموږ وطن به د وارداتی هېواد پر ځای، صادراتی هېواد وی،خو بر عکس فقر، بېوزلی، بېکاری او د خوراکی توکیو بیې (قیمتونه) مخ پر زیاتېدو دی او ورځ تر بلې زموږ هېوادوال له اقتصادی ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږی، همدا بېوزلی او فقر دی، چې له امله یې موږ وژل کېږو، کډوال کېږو او مجرم ثابتېږو.

راځئ په ګډه د دې بدې پدیدې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شو، چې وکولای شو د خپلو غریبو هېوادوالو ژوند وژغورو، له نېکه مرغه، موږ ډېر بډای هېوادوال هم لرو چې کولای شی د فقر او بېوزلۍ د کچې په را ټیټولو کې زیاته مرسته وکړی او ښایی د ډېرو خلکو ستونزې پرې کمی شی. که چېرې له بېوزلو او فقیرو خلکو سره بډای هېوادوال مرستې وکړی او دا د ځان مسوولیت وګڼی، نو لرې نه ده چې موږ به د یوه سوکاله افغانستان درلودونکی شو.

په افغانستان کې همدا اوس د فقر، بېوزلۍ او د کاری فرصتونو د کمښت له کبله ډېر ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوی، حتی په مرګونی حال یې په نړۍ کې د کډوالۍ ژوند ته زړه ښه کړی.ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ ته د افغانانو پراخه کډوالی له تېرو څو لسیزو راهیسې هغه مهمه موضوع ده، چې تر ډېره په هېواد کې د فقر، بېوزلۍ، د کاری فرصتونو له کمښت او ناوړه اقتصادی بحران سره کلک تړاو لری.

په نړیواله کچه هغه هېوادونه، چې اقتصادی وده یې کمه وی او خپلو خلکو ته په هېواد کې د ننه کاری فرصتونه نه شی برابرولی، هڅه کوی چې په نورو پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې، خپلو خلکو ته له قانونی لارو د کار کولو زمینې برابرې کړی.افغانستان هغه فقیر او بېوزله هېواد دی، چې همدا اوس د ژمی په ساړه موسم کې سلګونه زره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د فقر، بېکارۍ او بېوزلۍ له امله نه یوازې ګاونډیو هېوادونو، بلکې د نړۍ هر لوری ته یې له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړې، دغه کډوال که له یوې خوا د تګ پر مهال د مرګ له ګواښ سره مخامخ وی، له بلې خوا په نورو هېوادونو کې یو لړ ستونزې هم له ځانه سره لری، دوی ډېری وختونه ځورول کېږی، له محکمو پرته زندانونه تېروی او آن په کوچنیو جرمونو اعدامېږی، په همدې سختو شرایطو کې بیا هم غواړی د خپلو اولادونو او کورنیو لپاره ورځنی لګښتونه برابر کړی، چې خپل اولادونه یې د لوږې او تندې له دردوونکې څپې ژغورل شوی وی!

لنډه داچې په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ د کچې لوړېدو ډېری هېوادوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی، اوس کابو ۹۰سلنه افغانان د فقر او بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی، چې دا کچه ورځ تر بلې نوره هم د زیاتېدو په حال کې ده ، نو اړینه ده چې د افغانستان اسلامی امارت دې په هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکی فقر او بېوزلۍ مخه ونیسی، ځکه په افغانستان کې کمه اقتصادی وده،او د نفوسو زیاتوالی ښایی د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه نوره هم لوړه کړی!؟

په همدې حال کې اسلامی امارت منی چې بېکاری او بېوزلې ډېره شوې ده، خو د دغې ګواښوونکې پدیدې پر وړاندې لازم او پر وخت اقدامات اړین بولم،  د فقر او بېوزلۍ د کچې راټیټولو لپاره  دولت باید ملت ته د کار زمینه برابره کړی، د دوی معاشونه یا تنخواوې دې په خپل وخت ورکړی، چې دوی له دې لارې خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه پر مخ بوزی  او د خپلو اولادونو لپاره خوراکی اړمن توکی پرې راونیسی.

افغان ولس له نړیوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوی، چې له افغانستان سره د بشری مرستو تر ځنګ  د افغانانو کنګل شوې پیسې دې بېرته د اسلامی امارت حکومت ته وسپاری،چې د افغانانو د لوږې او فقر کچه پرې را ټیټه کړی او نور افغانان د اقتصادی بحران له کندې را وخیږی او په دغه حساس پړاو کې له خپلو اولادونو سره خپل آرام او هوسا ژوند ته ادامه ورکړی!

مدثر

ممکن است شما دوست داشته باشید