د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان چارواکی وایی، د فراه د ((ابونصر فراهی)) په ګمرک کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوې ده.طبیعی پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت سلاکار عبدالله ولیزاده رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلی، چې دغه اورلګېدنه د سې شنبې په سهار څه باندې نهه بجې د تېلو څو ذخیرو کې رامنځته شوې ده.نوموړی وویل ،چې د دغه بندر د تېلو په څو ذخیرو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې وه ،چې د ایران په مرسته بیرته مهار شوې ده.ښاغلی ولیزاده زیاته کړې ،چې په اورلګېدنه کې چاته ځانی زیان نه دی رسېدلی.پر همدې مهال د فراه د ولایتی شورا مرستیال شاه محمود نعیمی هم په دې اړه امریکا غږ ته ویلی، چې اور لګېدنه هغه مهال را منځته شوه چې د تېلو یو ټانکر خپل بار تشاوه.ښاغلی نعیمی وویل: د اور لګېدو سره د ایران له خوا د اور وژنې موټر ګمرک راغی او په څو ساعتونو کې یې اور له منځه یووړ.د فراه د ولایتی شورا دغه غړی وایی: د پېښې له امله مالی زیانونه اوښتی، خو تر اوسه د ځانی تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.د هغه پر وینا حکومت باید په ټولو ګمرکونو او پولو کې د اور وژنې منظم سیستمونه رامنځته کړی.دوه میاشتې مخکې هم په همدې ګمرک کې او له هغه مخکې په هرات ګمرک کې اورلګېدنې رامنځته شوې چې له امله یې پراخ مالی او ان ځانی زیانونه اوښتی.