د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د فراه ولایت اوسېدونکی وایی چې وروستیو ناامنیو، سړی تښتونو، غلاوو او وسله والو بریدونو داسې ځپلی چې د یوې گولې ډوډۍ پیدا کولو جرئت یې ترې اخیستى دى. یوازې په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو دوه ښوونځی په بمونو الوزول شوی او عاملین یې معلوم نه دی. د فراه د ولاىتی شورا غړى دادالله قانع وایی چې د دغه ولایت پر لویه لاره تر ډېره مخالفىن کنټرول لری او د دې لارې په اوږدو کې د پولىسو زىاتې پوستې ټولې شوې، ځکه په خبره یې د جګړو تاب نشی راوړلاى. په فراه کې جګړه اوس دومره پىچلې شوې چې حکومتی مسوولىن وایی هلته ځینې مخالفې ډلې حتى جگړه زیات وخت توده ساتلاى شی. په غرب زون کې د فراه د ملی اردو د دوىمې لىوا قوماندان ذکرىا مىرزا زاده وایی چې په فراه کې طالبان پراخ امکانات لری او د ګاونډىو هېوادونو له خوا ىې ملاتړ کېږی او د جگړې مىدان ګرم ساتی: (( په فراه کې طالبان پر بېلابېلو ډلو وېشل کېږې، ځینې ىې سولې ته ژمن دی، خو ىو شمېر ىې د جګړو داوم غواړی، خو موږ هم سولې ته ژمن ىوو او هم جګړه کوو، خو ټىنګار مو پر سوله دى.)) د افغانستان په لوېدیځ زون کې نه ىوازې فراه، بلکې په بادغېس او غور ولاىتونو کې هم د طالبانو د الفتح په نوم پوځی عملىاتو له پىلېدو سره نښتې لا ډېرې او پراخې شوې دی.