روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فرانسې پارلمان روغتیایی کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبری کول تصویب کړ

د فرانسې پارلمان هغه قانون تصویب کړ ،چې روغتیایی کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبری کوی.د دې قانون له مخې د هغو ځایونو لېست پراخېږی ،چې خلک اړ دی د ورتګ لپاره په اصطلاح روغتیایی جواز ولری.دا بدلونونه وروسته له هغې راځی ،چې د حکومت له‌خوا د کرونا وبا له امله د لګول شویو مقرراتو پر خلاف په ملی سطحه خلکو مظاهرې وکړې.د ولسمشر امانوئیل مکرون هدف دا دی ،چې د (کووېډ-۱۹) ناروغۍ پې وړاندې د مبارزې لپاره واکسین د عمده وسلې په توګه وکاروی.د ده حکومت غواړی زیانګالی خلک خوندی او په روغتونونو کې د بستر شویو د ګڼه ګوڼې مخه ونیول شی.دغه لایحه په روغتیایی سکتور کې واکسین کول جبری کوی او روغتیایی کارکوونکی اړ دی ،چې د سپټمبر تر ۱۵مې واکسین وکړی، کنه د دندې ځنډولو خطر یې شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید