روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فابریکو او شرکتونو فعالیت مخ په ښه کېدو دی

             

صفی انجنیری شرکت له یوڅه ځنډ وروسته بیا پرفعالیت پیل کړی دی.د پخوانی حکومت په له منځه تلو سره دغه شرکت هم لکه نورشرکتونه او فابریکې له فعالیت څخه پاتې شوی و،خو د افغانستان د اسلامی امارت په منځته راتلو سره یې یوځل بیا خپلې دروازې د کارګرانو او انجنیرانو پرمخ پرانیستلې.د دغه شرکت پیسې په بانکونوکې کنګل شوی او دومره پیسې ترلاسه کوی، چې د کارګرانومعاشونه ورکړی.سربېره پردې تر یوې اندازې پورې د شرکت د اړتیاوو دپوره کولو لپاره هم یوڅه پیسې ورکول کېږی. اړوند بانک تر اوسه پردې نه دی توانېدلی،چې د دغه شرکت اړتیاوې په بشپړه توګه لرې کړی.صفی انجنیری شرکت د افغانستان په سطحه د پرمختللو برقی جنریتورونو اوماشینونو په درلودلو سره فابریکو ، سفارتونو او نورو ټولنو ته د برقی سیستم په فعالولو سره ډېرخدمتونه وړاندې کړی دی.اوس په دغه شرکت کې د امکاناتو د کموالی له امله د کارګرانو او نورو مسلکی انجنیرانو شمېر کم شوی دی، خو غواړی بېرته خپل لرې کړای شوی متخصصین اوکارکوونکی جذب کړی.اوس زموږ په هېواد کې له ۶ زرو ډېرې فابریکې او شرکتونه فعالیت لری او ډېرویې بېرته پر فعالیت پیل کړی دی،چې دا د راتلونکی د ښه کېدو لپاره یو زېری دی.د هېواد ورځپاڼې خبریال په دې اړه د صفی انجینیری شرکت له لوژستیک منیجر ښاغلی مصطفی ((کبیری)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.

پوښتنه :د صفی انجنیری شرکت څه وخت پرانیستل شوی اوپه کومه برخه کې فعالیت لری؟

ځواب : صفی انجنیری شرکت د هېواد په کچه یووتلی شرکت دی،چې له ۲۰۰۴ زېږدیز کال راهیسې فعالیت لری.دغه شرکت دپخوا کلونو په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی. ډېر کارونه د لویو جنراتورونو په برخه کې ترسره کوی ددغو جنریتورونوظرفیت له ۱۴ تر۲۵۰۰ کیلو واټو پورې دی.موږ خپل جنریتورونه  فابریکو ، سفارتونو او نورو ټولنو ته د برېښنا د تولید لپاره وړاندې کوو.سربېره پر دې د جنریتورونو دجوړولو لپاره د مخانیکی ملاتړڅانګه هم لرو.زموږ انجنیران دغه چارې پرمخ بیایی.ورکشاپونه هم لرو،چې په پرمختللو انجنیری تجهیزاتو سمبال دی.زموږ شرکت یوازینی معیاری انجنیری شرکت دی، چې د انګلستان له خوا تایید شوی .

پوښتنه:په  له اسلامی امارته مخکې او اوس په دغه شرکت کې څومره مسلکی کارکوونکی پرفعالیت بوخت دی؟

ځواب :له اسلامی امارته مخکې په دغه شرکت کې ۸۰ انجنیرانو او مسلکی او اداری کارکوونکو کار ترسره کاوه خو د نظام په بدلیدو سره زموږ شرکت له فعالیت څخه وغورځېد او موږ خپل ډېرکارکوونکی رخصت کړل،ځکه فابریکې، سفارتونه او نورې ټولګټې ټولنې له کاره ولوېدلې.زموږ پیسې په بانکونو کې کنګل شوې او پر دې ونه توانېدو،چې د کارګرانو معاشونه ورکړو.ان تر دې چې د شرکت د لګښت پیسې هم نه تر لاسه  کېدلې، خو اوس وضعیت یوڅه ښه شوی دی،د شرکت لګښت او د برحالو کارګرانو د معاشونو پیسې له بانک څخه ترلاسه کوو.دغه پیسې،چې اوس تر لاسه کوو لږ دی او زموږ اړتیاوې نه پرې  حل کېږی، خو هیله مندی شته،چې په راتلونکې کې زموږ اړتیاوې لرې شی او بېرته د استخدام کچه هم لوړه شی.

پوښتنه: اوس ستاسې دانجنیری شرکت فعالیت څنګه دی؟

ځواب : د نظام له بدلیدو راهیسې اوس زموږ په کار او فعالیت کې یو څه ښه والی راغلی دی.اوس،چې ژمی دی، حرارتی برېښنا ته اړتیا لیدل کېږی او زموږ مراجعین هم تر یوې اندازې ډېر شوی دی.

پوښتنه: په ټوله کې اوس څومره شمېر انجنیران او نورمسلکی کارکوونکی د شرکت چارې پرمخ بیایی؟

ځواب :اوس ۲۲ کسان په دغه شرکت کې دنده پرمخ بیایی،څرنګه چې ما مخکې هم یادونه وکړه د کار د حجم د کموالی له امله دغه مسلکی کسان د ورسپارل شویو کارونو له پېټی څخه وتلی شی.

پوښتنه: څرنګه چې ستاسې د شرکت چارې پېچلې دی، ستاسو انجنیرانو او نورو مسلکی کارکوونکو چېرته زده کړې کړی دی؟

ځواب : زموږ تخنیکی پرسونل د کابل له پلیتخنیک پوهنتون څخه فارغ شوی او له ښې تجربې او پوهې څخه برخمن دی.همدارنګه  زموږ یوشمېر کارکوونکی د هېواد د برېښنا له انستیتوتونو څخه فارغ شوی دی.زموږ شرکت د انګلستان له خوا تایید شوی او زموږ پرسونل ته په آنلاین شکل زده کړه ورکوی ، چې داکار هم زموږ د انجنیرانو او نورو کارکوونکو د پوهې په لوړولو کې ښه رول لوبوی.

پوښتنه :ستاسې پروړاندې کومې ستونزې پرتې دی اود هغو د لرې کولو لپاره څه غوښتنه لرئ؟

ځواب : بانکونه باید پر دې وتوانېږی،چې د سوداګرو په واک کې پیسې ورکړی او د سوداګرو او پانګوالو پیسې باید په دوران کې ولوېږی او د پیسو په ترلاسه کولوکې ځنډ پېښ نه شی.په داسې یوه حالت کې د شرکتونو او فابریکو فعالیت غښتلی کېږی او ورسره د استخدام کچه هم لوړېږی.د بېلګې په توګه د ام تی ان مخابراتی شرکت د برېښنایی ستونزې د مخنیوی لپاره یو لوی جنریتور ته اړتیا لری،چې خپل آردر او غوښتنه یې موږته وړاندې کړې ده، خوموږ د پیسو د نه شتون له امله نه شو کولی د اړتیا وړ جنریتور د ام تی ان شرکت لپاره برابر کړو.هغه فابریکې او شرکتونه،چې په انګلستان کې فعالیت لری د پیسو په ترلاسه کولو موږ ته لوی جنریتورونه رالېږی.بیا هم زه خپله خبره تکراروم چې بانکونه باید د داسې شرکتونو په واک کې پیسې ورکړی،چې دوی وتوانېږی له خارج څخه لوی جنریتورونه وپېری.اوس موږ ډېرې فابریکې او شرکتونه لرو،چې د پیسو دبندښت ستونزې له امله یې خپل ډېر کارکوونکی رخصت کړی دی،ځکه هغوی ته معاشونه نه شی ورکولی.موږ هیله لرو،چې د دولت چارواکی د فابریکو اوشرکتونو د فعالیت د ګړندی کولو لپاره د پانګوالو او سوداګروکنګل شوې پیسې آزادې کړی. په دې کار سره به درېدلې اوکمزوره فابریکې او شرکتونه غښتلی شی او ورسره به د کارکوونکو او متخصصینو داستخدام کچه هم لوړه شی.                         نوری صفی انجنیری شرکت

ممکن است شما دوست داشته باشید