روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د غږونو د زېږ مېکانېزمونه

په پښتو  لیکل شویو د غږپوهنې په کتابونو کې « د غږونو د زېږ مېکانېزمونه” سرلیک او د هغه منځپانګه زما تر سترګو نه شوه، مانا دا چې په پښتو کې په دې اړه څه نه دی لیکل شوی. له نړیوالې فونېټیکی ابېڅې (International phonetics alphabet) مخکې د غږونو د زېږ پر مېکانېزمونو پوهېدنه اړینه ده؛ ځکه د نوموړو مېکانېزمونو پر بنسټ د (IPA) وېشنه شوې ده. د (IPA) ساییز (Pulmonic) کانسونینټونه او واولونه د ساییز مېکانېزم (Pulmonic mechanism) په پایله کې زېږی (تولیدېږی) او ناساییز (Non-pulmonic) هغه د ستونیز او نرم تالویز مېکانیزمونو په پایله کې. دا هغه لامل و، چې د ښاغلی علی محمد حق شناس د کتاب (آواشناسی) نوموړی سرلیک مې پر پښتو راواړواه. دلته د یوې خبرې یادونه اړینه بولم، هغه دا چې له ساییز ویی څخه موخه (Aspiration) نه؛ بلکې (Pulmonic) ده. ژباړن]

ژبنی غږونه له فزیکی پلوه د بېلابېلو ځانګړتیاوو لرونکی موجونه دی. دغه موجونه د غږیزو غړو د بېلابېلو حرکتونو په وسیله د هوا په هغه جریان کې رامنځته کېږی، چې دګړهار له مجراء تېریږی. د غږونو د پېژند او ډلبندۍ لپاره اړتیا ده، هغه مېکانېزمونه وپېژندل شی، چې د هوایی جریان د رامنځته کېدو لامل کېږی او په پایله کې یې غږونه زېږی. ویناییز مېکانېزمونه عموماً په دریو برخو وېشل کېږی:

ساییز (تنفسی) مېکانېزم – Pulmonic mechanism: ساییز مېکانېزم دوه ډوله دی: یو یې د سا ننه ایستنې ساییز مېکانېزم (pulmonic ingressive mechanism) دی او بل یې د ساایستنې ساییز مېکانېزم (pulmonic egressive mechanism). له تیوریکی پلوه کېدای شی، دغه دواړه ساییز مېکانېزمونه (ساه ننه ایستنې او سا ایستنې) د غږونو په زېږ کې برخه واخلی. په تېره د ساه ایستنې ساییز مېکانېزم، چې ټولې ژبې یې د زیات شمېر غږونو د زېږ لپاره په بېلا بېلو درجو سره لری. د نړۍ زیاتې ژبې د پارسی، عربی، [پښتو، ژباړن] په شمول او  تقریباً ټولې هندواروپایی ژبې یوازې له ساایستنې ساییز مېکانېزم څخه کار اخلی، ښایی په اسانې سره ووایو، چې په ټوله کې له نوی سلنه زیات ژبنی غږونه د ساایستنې ساییز مېکانېزم په پایله کې زېږی. له همدې امله د غږونو په پېژند او ډلبندی کې هر وخت د دغه مېکانېزم،  یا په بله وینا د غږونو د دغه زېږ ډول یادونه نه کېږی او دا یادونه هغه وخت اړینه ده، چې له ساایستنې ساییز مېکانېزم څخه کار نه اخلی.

له بل پلوه، د نړۍ ژبې د غږونو د زېږ پر وخت له سا ننه ایستنې ساییز مېکانېزم ډېر کم کار اخلی، حتا ویلای شو، چې په ژبو کې د سا ننه ایستنې ساییز مېکانېزم کارونه صفر ده. کېدای شی په غیرعادی شرایطو کې له ساه ننه ایستنې ساییز مېکانېزم څخه کار واخیستل شی، د ساری په توګه، ماشومان د ژړا پر وخت زیاتره غونډلې د سا ننه ایستنې ساییز مېکانېزم په وسیله تر سره کوی. ځینې وخت، لکه د خوب یا ستړیا له امله د ارګمی پر وخت، هم له سا ننه ایستنې ساییز مېکانېزم څخه کار اخیستل کېږی. 

ستونیز (چاکنایی) مېکانېزم – Glottalic mechanism: حنجره د یو لړ داسې عضلو لرونکې ده، چې کولای شی ښکته او پورته حرکت وکړی. د حنجرې دغه حرکات له بهر څخه هم لیدل کېدای شی. کولای شو، غږ تارونه یو له بل سره داسې واقع کړو، چې کومی یا ججوړه (glottis) په بشپړ ډول د هوا پر مخ بند کړو. مانا دا چې د سږو د ننه هوا اړیکه د ستونی او خولې له ننه هوا سره پرې شی؛ نو حنجرې ته ښکته او پورته حرکت ورکوو. که حنجره پورته خواته لاړه شی؛ نو د ستونی او خولې د ننه هوا بهر وځی او که حنجره ښکته لاړه شی؛ نو یوه اندازه هوا له بهر څخه خولې او ستونی ته ورننوځی، په دې توګه ستونیز مېکانېزمونه رامنځته کېږی.

د حنجرې پورته تګ او د هوا بهر وتو ته د سا ایستنې ستونیز مېکانېزم (Glottalic egressive mechanism)، د حنجرې ښکته تګ ستونی او خولې ته د هوا ننه کېدو ته د سا ننه ایستنې ستونیز مېکانېزم (Glottalic ingressive mechanism) ویل کېږی. د دغو مېکانېزمونو په بهیر کې د خولې د ننه په بېلابېلو ځایونو کې د تموالی اکر (انسدادی حالت) رامنځته کېږی، ننه وتونکې یا وتونکې ساهوا له تمځی سره ټکر کوی او د دې لامل کېږی، چې دغه تمځی بېرته کړی او غږونه وزېږی (تولید شی). [مانا دا چې د ساایستنې او سا ننه ایستنې ستونیز مېکانېزمونو پر وخت دوه ځایه بندښت رامنځته کېږی، یو یې په ستونی کې د غږیزو تارونو په وسیله او بل یې د خولې د تشې د ننه د ژبې او غاښونو، د ژبې او د تالو د بېلابېلو برخو ترمنځ، د شونډو تر منځ. په ستونیز مېکانېزم کې غږیز تارونه تل بند وی او هوا ترې نه تېرېږی؛ خو د خولې د تشې بندښت د ساایستنې او سا ننه ایستنې، یا په بله وینا د حنجرې د ښکته او پورته تګ پر وخت وازېږی. ژباړن]  په دې توګه، هغه غږونه، چې د سا ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږی، بهر ته وازېدونکی (ejective) او هغه غږونه، چې د سا ننه ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږی، ننه خواته وازېدونکی (Implosive) بلل کېږی.[لیکوال د “ننه خواته وازېدونکی” پر ځای “مکیده” نومونه کارولی. ما د پوهندوی نور احمد شاکر د کتاب (ژبنۍ څېړنې) له مخې د (Implosive) لپاره د ننه خواته وازېدونکی” نومونه وکاروله او د (ejective) لپاره مې، چې د (implosive) غږونو په مقابل کې دریږی، له “بهر ته وازېدونکی” نومونې بله ښه نومونه پیدانشوه کړای. ژباړن] دغه زېږډول په یو شمېر ژبو، لکه د امریکا د سورپوستو ځینو ژبو، ځینو قفقازی ژبو او یوه ډله افریقایی ژبو کې کارول کېږی.

نرم تالوییز مېکانېزم – Velaric mechanism: نرم تالو څه ناڅه خوځېدونکی غږیز غړی دی. د ژبې وروستۍ برخه ورسره نښلی، د سږو د ننه هوا او د ستونی د تشې هوا اړیکه د خولې د ننه هوا سره په بشپړ ډول پرې کوی. په دې حالت کې نرم تالو وړاندې کېږی یا وروسته کېږی، د نرم تالو وړاندې راتګ یا وروسته تګ د دې لامل کېږی، چې د خولې په تشه کې موجوده هوا بهر ووځی او یا بهر هوا خولې ته د ننه شی، په دې توګه نرم تالوییز مېکانېزمونه رامنځته کېږی. [په نرم تالوییز مېکانېزم کې هم د ستونیز مېکانېزم په څېر دوه بندښته رامنځته کېږی، یو د خولې د تشې په مخنۍ برخه کې د ژبې د سر په وسیله او بل یې د نرم تالو او د ژبې د وروستۍ برخې تر منځ. د سا ننه ایستنې نرم تالویز مېکانېزم کې د خولې د مخنۍ برخې بندښت وازېږی. ژباړن] د نرم تالو مخکې راتګ او د خولې د ننه هوا بهر وتو ته د سا ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم  (Velaric egressive mechanism)ویل کېږی. د نرم تالو وروسته تګ او خولې ته د هوا ننوتو ته د ساه ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم (Velaric ingressive mechanism) ویل کېږی. د سا ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم څخه د ژبنیو غږونو د زېږ پر وخت کار نه اخیستل کېږی او زیاتې ژبې ـ لکه افریقایی بوشمن (Bushman) زولو (Zulu) او هاتن تات (Hottentot) ـ  د غږونو د زېږ (تولید) پر وخت له سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم څخه کار اخلی. هغه غږونه، چې د سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم په پایله کې زېږی، ټک (Click) [د “ټک” پر ځای لیکوال “نچ” ویی کارولی دی، ما د (Click) غږونو ځانګړنو ته په کتو د “ټک” نومونه مناسبه وګڼله. ژباړن] غږونه بلل کېږی. [نچ یا Click غږونه په یو شمېر افریقایی ژبو، لکه د خویسان ژبکورنۍ کې شتون لری. ژباړن]  بده نه ده پوه شو، د مچکې (بوسې) او هم نور اوازونه، چې په پارسی کې نچ نچ ویل کېږی او په انګلیسی کې د tut- tut یا tsk-tsk په بڼه لیکل کېږی، ټول نچ (Click) دی.

کولایشو، ژبنی غږونه د زېږ مېکانېزمونو له پلوه په څلورو برخو ووېشو: ۱- د سا ایستنې ساییز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکی  غږونه. ۲- د سا ایستنې ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکی غږونه. ۳- د سا ننه ایستنی ستونیز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکی غږونه. ۴- د سا ننه ایستنې نرم تالوییز مېکانېزم په پایله کې زېږېدونکی غږونه. 

د غږونو د زېږمېکانېزمونه په ژبو کې د کارونې له مخې په لاندې توګه خلاصه کولای شو:  

        ســـــا اېستنې: زیاتې ژبې یې کاروی.

ساییز

        سا ننه ایستنې: هېڅ ژبه یې نه کاروی.

        ســـــا اېستنې: ځینې ژبې یې کاروی.

غږ زېږ مېکانېزمونه ستونیز

        سا ننه اېستنې: ځینې ژبې یې کاروی.

        ســـــا اېستنې: هېڅ ژبه یې نه کاروی.

نرم تالوییز

        سا ننه ایستنې: ځینې ژبې یې کاروی.

   

ممکن است شما دوست داشته باشید