د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
له هغه وروسته چې په غور کې د اعتراض پر مهال ۵ کسان ووژل شول، د سیمهییزو ارګانونو ادارې ویلی ،چې حکومت د یادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی دی.دغې ادارې ویلی، د غور د ولایت مقام، ولایتی شورا، ملی امنیت ریاست، امنیې قوماندانی، د عدلی او قضایی ادارو، د بشری حقونو کمېسیون د ولایتی دفتر، دینی عالمانو، ځوانانو او مدنی ټولنې استازی د دغه پلاوی غړی دی.د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې له څېړنې وروسته به د پېښې عاملانو ته سزا ورکړل شی.د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د شنبې په ورځ د عربی موسسې له لوری د مرستو د ناعادلانه وېش له کبله د ولایت مقام مخې ته اعتراض وکړ ،چې بیا پر تاوتریخوالی واوښت.عینی شاهدانو سلاموطندار ته ویلی، له هغه وروسته چې معترضان له پولیسو سره نښتی، هغوی پرې مخامخ ډزې کړی، چې له کبله یې د یوه خبریال په ګډون ۵ کسان ووژل شول، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایی، یوشمېر نامسووله وسلهوالو له فرصت نه په ګټې اخیستو پر امنیتی ځواکونو ډزې کړی چې دوه پولیس پهکې وژل شوی او لس نور ټپیان دی. نوموړی د امنیتی ځواکونو له لوری یوازې هوایی ډزې تاییدوی.