د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملګری ملتونه وایی: دا مهال نږدې ۸۰۰ زره کسانو ته په غزې تړانګه کې په منظم ډول پاکې اوبه نه رسېږی، ځکه د جګړو له امله د اوبو رسولو شبکې ۵۰ سلنه زیانمنې شوی دی.د اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس په حواله، د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همږغۍ ادارې د غزې د ټولنیزو چارو او کور جوړونې وزارت په حواله ویلی، چې د ۱۱ ورځنۍ جګړې له کبله ۱۷۰۰۰ استوګنځایونه او تجارتی مرکزونه یا زیانمن شوی یا هم وېجاړ شوی دی.ملګرو ملتونو ویلی: ۷۶۹ استوګنځایونه او تجارتی مرکزونه د استوګنې او کارونې وړ نه دی، په ۲۵۸ نورو ودانیو کې نږدې ۱۰۴۲ نور واحدونه تخریب او نږدې ۱۴زره او ۵۳۸ نور واحدونه قسماً تخریب شوی دی.ملګری ملتونه وایی: ۵۳ ښوونیز مرکزونه، ۶ روغتونونه، د لومړنۍ روغتیایی څارنې ۱۱ مرکزونه هم زیانمن شوی او په غزې تړانګه کې ښوونځی تړلی چې دې کار ۶ لکه ماشومان اغېزمن کړی دی.خو یو فلسطینی چارواکی وایی، د لومړنیو ارزونو له مخې د اسرائیلو او فلسطینی ډلو ترمنځ په ۱۱ ورځنۍ جګړه کې شا اوخوا ۲۰۰۰ کورونه تخریب شوی دی.