د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د غزنی والی الحاج محمد داوود له لارښوونې سره سم د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ له ۱۱۳ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته تر سره شوه.دغه مرستې وړمه ورځ د غزنی د طبعی پیښو سره د مبارزې ریاست له لوری د ۱۱۳ بېځایه شویو کورنیو سره وشوې ،چې د ورستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې. له طبعی پیښو سره د مبارزې په دغو مرستو کې ۲ قلمه خوراکی توکې ۵۰ کیلو غنم ، ۵۰ کیلو ورځی شامل دی ،چې دغه اوسېدونکو ته ووېشل شول.د یادونی وړ ده، چې له دې وړاندې د غزنی مرکز اړوند او د بېلابېلو ولسوالیو له شا وخواه ۴۰۰ جګړه ځپلو کورنیو سره مرستی شوې .هېره دی نه وی ،چې په غزنی کې د یاد ریاست له لوری تر دې وړاندی هم په ځلونو ځلونو او په زرګونو جګړه ځپلو کورنیو سره مرستې شوې دی.