روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د غزنی او نورستان تاریخی آبدې رغولو ته اړتیا لری

د غزنی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولین وایی، چې په دې ولایت کې د لومړی سلطان مسعود تاریخی آبده بیارغولو ته اړتیا لری.د غزنی د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وایی، چې د لومړی سلطان مسعود تاریخی مقبره چې د هېواد په تاریخې آبداتو کې شمېرل کېږی، اساسی رغولو ته اړتیا لری. د نثار په خبره: یاده تاریخی مقبره شاوخوا زر کاله تاریخی قدامت لری، خو په ۲۰۱۳ میلادی کال کې کله چې د غزنی یو شمېر تاریخې آبدې ورغول شوې، دغه آبده د یو شمېر ستونزو له امله په سیمه کې له رغولو پاتې شوه. د نوموړی په خبره، دوی به د لومړی سلطان مسعود د تاریخی آبدې راپور د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره شریک کړی، تر څو یې د رغولو لپاره اقدامات ترسره شی.

لومړی سلطان مسعود د ستر امپراتور سلطان محمود غزنوی زوی و، چې له ۱۰۳۰ تر ۱۰۴۱ میلادی کاله د غزنویانو حکومت د امپراتور په توګه تېر شو او اوس مهال یې تاریخی مقبره د غزنی ښار د بهلول صاحب د کلی په باغونو کې موقعیت لری.

په ورته وخت کې ، د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولین وایی، چې د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کې د نائب سالار عبدالوکیل خان تاریخی کلا بیا رغونې ته اړتیا لری.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی سمېع الحق حق بیان وایی، چې یاده کلا ۱۰۰ کاله تاریخی قدامت لری، چې بیا رغونې ته جدی اړتیا لری.

حق بیان زیاتوی، چې په تېر نظام کې د نورستان د لرغونو، فرهنګی او تاریخی ځایونو ساتنې ته سمه پاملرنه نه ده شوې، خو اسلامی امارت ټولو فرهنګی میراثونو ته ځانګړې پاملرنه کوی.

باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید