د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
اسلامی امارت وایی: د استخباراتو ځانګړو ځواکونو په میدان وردګو کې د سیمه ییز غیر مسئول وسله وال قوماندان علیپور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړی دی.اسلامی امارت ویلی، دغه پټنځایونه په بهسودو ولسوالۍ کې کشف شوی دی.د سرچینې په وینا د علیپور له دغو پټنځایونو څخه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، یو پوځی موټرسایکل، کمرې، لاسی بمونه، په زرګونو مرمۍ او مهمات ترلاسه شوی دی.د یادونې وړ ده، چې اسلامی امارت مخکې هم د علیپور د وسلو د زېرمو د کشفولو خبر ورکړی و.