روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د عالمانو شورا:  په تېرو ۱۵ کلونو کې زر عالمان ( شهیدان) شوی

د افغانستان د عالمانو شورا غړى مولوی نور پاچا وایی په روانه جګړه کې تر ډېره هغه عالمان په نښه شوی چې د افغانستان په ننګه دریځ لری.

شورا وایی: دوی په تېره یوه نیمه لسیزه کې له زرو ډېرې داسې قضیې ثبت کړې، چې دینی عالمان په کې هدف ګرځول شوی او شهیدان کړاى شوی دی.د افغانستان د علماوو شورا په مولوی سمېع الله ریحان د جمعې ورځې برید هم غندلى او حکومت یی په ناغېړۍ تورن کړى.سمېع الله ریحان چې وتلې دینی څېره او مفتی و، تېره جمعه د کابل نهمې حوزې اړوند د التقوا جومات په ممبر کې د ځای پر ځای شوی بم په نتیجه کې شهید کړاى شو. په پېښه کې ۱۶ نور کسان ټپی شوی هم دی.مولوی سمېع الله ریحان تر ډېره د دولت پلوه او آزاد فکره عالم و هغه په ممبر، تلوېزیونونو او آزادو بحثونو کې روانه جګړه ننګوله، خو خبر نه و چې دی د همدې جګړې یو قربانی دى.داسې قربانی چې لا یې د مرګ مسوولیت هم چا نه دى اخیستى.۴۵ کلن مولوی سمېع الله ریحان په ځانګړی انداز په تبلیغ کاوه، هغه تر ډېره د دینی علماوو او عامو خلکو له باورونو خلاف د مېرمنو او ناوړه رواجونو په اړه پراخ لید درلود او بیاناوه یې.ده واده کړى و او د درېـیو اولادونو پلار و.دې پېښې نه یوازې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هغه مینه وال غمجن کړل، بلکې د افغانستان علماوو د شورا او د ملګرو ملتونو اندېښنې هم پارولې دی.

یوناما:  یوناما په خبرپاڼه کې پر جومات برید پر ولسی وګړو برید بللى او غندلى یې دى.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوی نور پاچا بی بی سی ته ویلی په روانه جګړه کې تر ډېره هغه عالمان په نښه شوی چې د افغانستان په ننګه دریځ لری.له دې وړاندې د کابل د علماوو شورا رییس عبدالبصیر حقانی د نامعلومه کسانو له خوا په کابل کې ترور شو. له هغه مخکې د کابل په یوه هوټل کې د میلاد نبی په اړه د علماو په ستره غونډه کې چاودنه وشوه او ترې وړاندې بیا د لویې جرګې خیمې ته نږدې په هغو علماوو ځانمرګى برید وشو چې د سولې په اړه یوه غونډه کې راټول شوی وو.دې پرله پسې بریدونو د افغانستان د علماوو شورا اندېښمنه کړې او دوی په دې برخه کې حکومت په ناغېړۍ تورنوی.

د تقوا په جومات کې د چاودنې مسوولیت چا نه دى اخیستى، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی پر وینا لومړنۍ څېړنې ښیی چې د برید تر شا طالبان لاس لری.که څه هم وخت نا وخت په علماوو دغو حملو ته مذهبی رنګ هم ورکړل شوی،  خو د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل، ننګرهار، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې دا حملې د سیمې د استخباراتو او د دولت د مخالفه وسله والو کار ګڼی چې په وینا یی دوی مخور او د ښه فکر لرونکی خلک نه شی زغملای.

ممکن است شما دوست داشته باشید