د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دکار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت د ظرفیتونو د جوړولو ، د بشری قواوو د لوړولو او ښه والی او دکار غوښتنې د تناسب د جوړولو په مقصد له یو شمېر دولتی ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل . د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکی وویل، چې دغه وزارت په هېواد کې د بشری ځواک د ښه والی او لوړولو او دغه راز دکار د غوښتنې د تناسب د رامنځته کولو په خاطر له دولتی ادارو سره لس هوکړه لیکونه لاسلیک کړل . د دغوهوکړه لیکونو له مخې ، هغو ماشومانو ته، چې ذهنی نېمګړتیاوې لری ماشومانو ته به د زده کړې د یوې موسسې او د دوو وړکتونونو او د فنی او حرفوی زده کړو دوه مرکزونه جوړ شی . دغه راز یو شمېر موسسې به د هېواد له روزنتونونو سره خپلې مرستې زیاتې کړی . ذکی زیاته کړه ، چې د دغه هوکړه لیکونو د تطبیق څرنګوالی دکار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو د وزارت له خوا وڅارل شی . د دغو هوکړه لیکونو لاسلیک کول د هغو ژمنو د تطبیق په لاره کې دکار او ټولنیزو چارو د وزارت د هلوځلو یو ه برخه ده چې دکار په ملی کنفرانس کې وړاندې شوه . دغه کنفرانس څه موده مخکې د جمهوری ریاست په ارګ کې جوړ شوى و . باختر