روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالب مشرانو د خوشی کولو هرکلى کوو

  ولسمشر محمد اشرف غنی چې د درى ګونو قواوو او عدلی او قضایی ارګانونو مشران هم ورسره وو پرون ملت ته په وینا کې روښانه کړه، چې د مهم او ضروری تصمیم او د تل پاتې سولې لپاره په مشروط ډول د طالبانو ۳ مشران، د افغان _ امریکایی پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې، د بګرام له زندانه ازادوی! له دغه اقدام څخه په کور د ننه او په نړیواله کچه ملاتړ او تود هرکلى کېږی. دا د سولې تړلې دروازې پرانیزی او د امریکا او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اروپایی ټولنې ملاتړ نور هم را جلبوی او د ولسواکۍ د ازرښتونو د پیاوړی کولو لپاره به تر ډېره د افغانانو تر څنګ ولاړ وی! ولسمشر غنی وویل، له نړیوالو همکارانو سره یې پرېکړه کړې چې دا طالب زندانیان چې د حقانی شبکې مهم غړی دی، په مشروط ډول خوشی کړی،چې دغه کسان به په هېڅ توګه د طالبانو د تقویې سبب نه کېږی.د بندیانو د تبادلې په اړه ولسمشر وویل، (( دا کار د دې لپاره شوی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شی او په بدل کې یې د افغان _ امریکایی پوهنتون استادان راخوشی کړای شی.)) ولسمشر زیاته کړه، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۱ زره طالبان بندیان دی، چې د اسلامی ارزښتونو تر سیوری لاندې له ټولو انسانی حقونو برخمن دی او له هغوى سره د غچ اخیستنې او کومې عقدې پر بنسټ هېڅ چلند نه کېږی. طالبانو دوه امریکایی استادان،چې یو یې امریکایى ۶۰ کلن کیون کېنګ او بل یې ۴۸ کلن استرالیایى تیموتی وېکس دى، په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول. د حقانی شبکې د موسس جلال الدین حقانی کشر زوی او د دې شبکې د مشر سراج الدین حقانی ورور انس حقانی د دې شبکې له یوه بل قوماندان حافظ رشید سره بیا د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په ۱۴ مه په خوست کې د افغان خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو. د دې تبادلې لپاره لا مخکې خبرې شوې دی او ولسمشر غنی هم له امریکا او نړیوالې ټولنې سره پرې مشورې کړې دی، نو دا تبادله په ډېر مهم وخت کې کېږی،له یوې خوا د خپلو بهرنیو استادانو قدر پر ځاى کېږی اوبل داچې د نړیوالې ټولنې ملاتړ نور هم را جلبوی، ددې ترڅنګ افغانان سولې ته ستره اړتیا لری، چې دا تبادله هم په مشروط ډول د همدې سولې لپاره شوې ده. مهمه دا ده، چې باید افغانان منتخب حکومت ولری او ولسمشریزې ټاکنې ژر پایله ورکړی، چې د سولې بهیر په سمه توګه رهبری کړاى شی. د ټاکنو نړیوالې ملاتړې ډلې هم په همدې موخه د ټاکنو ملاتړ یوځل بیا اعلام کړى او له ټولو کاندیدانو یې جدی غوښتنه کړې، چې د ټاکنو پایلې ومنی او د ټاکنو قانون ته درناوى وکړی. د ىوناما په شمول، اروپاىی ټولنه، د استرالىا حکومت، جرمنی، اىټالىا، جاپان، ناروې (چې د شمالی اروپا استازىتوب کوی)، برىتانىا او امرىکا د انتخاباتو د بهىر ملاتړکوی، دې ډلې په اعلامىه کې وىلی چې کاندىدان باىد له هر هغه اقدامه ډډه وکړی چې دا بهىر تر پوښتنې لاندې راولی. دې ډلې دغه‌راز پر کاندىدانو غږ کړى چې د راىو د بىا شمېرنې او ارزونې له بهىر سره همکاری وکړی، چې ټاکنې پایلې ورکړی او منتخب حکومت د سولې لړۍ پر مخ یوزی! پاکستان هم په همداسې حال کې د استخباراتی ادارې آى اېس آى مشر فىض حامد او د بهرنىو چارو وزارت مرستىال سهىل محمود کابل ته را ولېږل. دا راتګ هم له دې تبادلې سره تړاو لری،دغه پلاوی به هرو مرو افغان حکومت ته ډاډ ورکړى وی، چې د بندیانو په تبادلې سره به د سولې هڅې پیلېږی. د افغان _ امریکایی پوهنتون استادان هم د پاکستان تر څار لاندې وو ،چې امتیاز پرې تر لاسه کړی، خو دا تبادله ښه او نېک اقدام دى، د دې په بدل کې امریکا او نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو ملاتړ او پیاوړی کولو ته لا پسې زرو ورکړی او هغوى ښه وروزی او پر نویو وسلو او عصری هوایی پوځ یې سمبال کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید