روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالب بندیانو خوشی کولو څرنګوالی

افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشی کولو هوکړې ته ژمن دی، په پام کې ده، چې یوازې لسګونه او سلګونه ،نه بلکې زرګونه او بیا ټول طالب بندیان ازاد شی، دا د افغان حکومت ژمنه او له معمول سره سم تر هر اساسی تحول وروسته داسې کار کېدونکی دی، موږ نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په هر هېواد کې له هر سیاسی بدلون وروسته داسې مهمې پرېکړې او آن عمومی عفوې لیدلې او دا د ستونزو د حل او د بحرانونو د کابو کلو لپاره ښې او بریالۍ تجربې دی، همدا رنګه د سولې تړونونه په بېلابېلو هېوادونو کې تجربه شوی دی، افغان حکومت د دغه تجربو پر اساس پلان لری، چې ټول بندی طالبان خوشی کړی، که هغه دوولس زره دی او که تر دې لږ یا ډېر، افغان حکومت په هېڅ توګه نه غواړی، چې دا بندیان دې په زندانونو کې وساتی، خو ساتی یې ځکه یې ساتی، چې د طالبانو مشرتابه یې د ازادۍ لپاره ریښتینې هڅې نه کوی او یا یې واک او اختیار نلری! دا ډېره خواشینوونکې ده، دا نه یوازې د طالب زندانیانو د خوشی کولو لړۍ ټکنۍ او ځنډونۍ کوی، بلکې د سولې هڅې یې هم له ستونزو سره مخ کړې دی! وېره ده، چې د طالب مشراتابه دغه راز دریځ به له امریکا سره د هغوی د سولې راوستو تړون هم مات کړی. په لومړی سر کې طالبان د ژمنو پر خلاف جګړه کوی، لامل یې دا دی، چې هغوی خپلواک نه دی، بلکې پر افغانو د دښمن له خوا تپل شوې جګړه پر مخ وړی او د دې جګړې لپاره کرایه شوې وسله والې ډلې دی، نو دا کرایه شوې وسله والې ډلې په هېڅ توګه په خپلواکه توګه تصمیم نه شی نیولی. بل لامل یې د سولې راوستو تړون ته نه ژمنتیا ده، بیا هم دښمن هڅه کوی، چې پر طالب مشرتابه جګړې ته ترجع ورکړی، د دې جګړې د پراختیا لپاره هغوی اړتیا لری، چې خطرناک جنګیالی یې راخوشی کړای شی، له همدې امله طالب مشرتابه د خپلو جنګیالیو په خوشی کولو کې انتخاب لری، دوی د ټولو بندیانو د خوشی کولو په غم کې نه دی، چې دا ډېره د افسوس خبره ده، خو افغان ولس او حکومت او همدارنګه نړیوالې ټولنې او د بشری حقونو ادارو ته دا مسئله روښانه ده، کوم خطرناک طالب بندیان چې د جګړې لمن پراخولی شی، له کوم ضمانت او د سولې تر راتګ مخ کې د داسې کسانو ازادول، په هېڅ توګه عاقلانه او عادلانه تصمیم نه شی کېدای، داسې بندیانو ستر بریدونه او حملې کړې دی د افغان حکومت لخوا د مرکچی پلاوی غړی عبدالمتین بیګ پرون دوشنبه د خبری غونډې پر مهال وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله ځکه ځنډېدلې، چې طالبان د خپلو هغو ۱۵ قومندانانو پر خلاصون ټینګار لری، چې په هېواد کې د لویو بریدونو او حملو طراحان پېژندل شوی دی. ښاغلی بیګ وویل، افغان حکومت له خپل اړخه د سولې د راوستو په موخه خپل دریځ کې نرمښت راوستی او له همدې امله د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون ژمنه یې کړې، خو د هغه په وینا افغان حکومت نشی کولای د طالبانو هغه مهم بندیان خوشی کړی چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دی. هغه طالبان پړه وګڼل چې د بندیانو د خلاصون چارې یې ځکه ټکنۍ کړې، چې تر بین الافغانی خبرو مخکې د خپلو مهمو بندیانو پر خلاصون ټینګار کوی. ده وویل چې د پنځه زره طالب بندیانو ژمنه امریکا طالبانو ته کړې، خو افغان حکومت نرمښت ښودلی او یو شمېر طالب بندیان به په مشروط ډول او په څو پړاوونو کې آزاد کړی، چې لومړی پړاو کې به ۴۰۰ طالب بندیان له بنده آزاد شی. په هر حال طالبان باید د سولې لپاره لومړی خپلواکی په ډاګه کړی، بیا هغو ته ښایی، چې د بندیانو د ازادولو لپاره ریښتینې هڅې وکړی، لومړی باید اوربند وکړی، بیا د سولې لپاره راوړاندې شی، بله دا چې د بندیانو پر انتخاب دې ټینګار نه کوی او دا دې ولس ته په ډاګه او پوخ ضمانت دې ورکړی، چې خوشی کېدونکی زندانیان به بیا جګړې ته مخه نه کوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید