روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالب او ترهګر په جامه کې یرغلګرې پاکستانی ملېشې

په افغانستان کې وروستیو بریدونو په ډاګه کړه، چې له پاکستانه پلان شوی او د پاکستان ملېشې په کې ښکېلې دی، د دغو بریدونو قومانده د پاکستان له خوا ورکول کېږی. وروستی شواهد ښیی، چې پر  هلمند او کندهار سخت بریدونه د پاکستانی ملېشو له خوا شوی دی، طالبان له هغوی سره په دې جګړه کې ملګری دی، خو د جګړې د قوماندې هېڅ واک او اختیار نه لری. د کورنیو چارو وزارت وېیلی، چې افغان ځواکونو په هلمند او کندهار کې د عملیاتو په لړ کې له ۱۵۰ ډېر پاکستانی ترهګر وژلی دی. د وژل شویو طالبانو شمېر ۱۱۰۰ تنه و. د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې ۳۸۷ تنه نور ترهګر هم ژوبل شوی دی. د راپورونو له مخې، د هلمند او کندهار وروستۍ جګړې تر ټولو خونړۍ او سختې وې.

د کورنیو چارو وزارت تر ټولو ستره اندېښنه دا ښکاره کوی، چې «په هلمند کې ۱۵۲ پاکستانی جګړه مار وژل شوی دی.»

د ملګروملتو د شمېرو له مخې، ۶۵۰۰ پاکستانی سختدریځ په افغانستان کې د دولتی ځواکونو پر ضد په جګړو کې برخه لری. له دې وړاندې ملګرو ملتونو داسې رپوټونه ورکړی، چې طالبان له ترهګرۍ او القاعده سره اړیکې پالی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره په تړون کې یوه ژمنه دا هم کړې، چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوی. دا هغه تړون دی، چې طالبان یې د امریکا د نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن په راتګ او واک ته له رسېدا سره سم د پلی کولو غوښتونکی دی، طالبان وایی، چې ګنې امریکا دې د دغه تړون پر بنسټ له هغوی سره چلند وکړی؟؟؟

په هر حال، اوس یوځل بیا د کره شواهدو پر بنسټ مالومه شوه، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې مخامخ جګړه کې ښېکل دی او د ترهګرۍ، القاعده، اورپکۍ او نورو ډلو په جامه کې د هغوی ملېشې او یا هم د دې ډلو جنګیالی د دې جګړې لپاره کرایه شوې ډلې او ملېشې دی. پاکستان په افغانستان کې په دې جګړه کې ګټه لټوی،خو دا په نړیواله کچه ستر جرم او پر یوه هېواد تېری او یرغل دی!

د پاکستان دا جګړه چې د طالب او ترهګر په نامه یې پیل کړې، پر افغانستان مخامخ یرغل دی، د همدې جګړې تر سیوری لاندې پاکستان په افغانستان کې د پیسو ټولولو او کانونو ایستلو پر پلان پام ورټول کړی دی، دا نه یوازې نړیواله سرغړونه ده، بلکې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا پرضد درېدل هم دی، چې افغانان یې په هېڅ توګه زغملی نه شی. دا چې افغانان د هر یرغلګر پرضد په یوه لیکه او یوموټی توګه درېدلی او هغوی یې شرمېدلی شړلی،نو پاکستان په ډېر مهارت د طالب او ترهګر په جامه کې دا بریدونه او یرغلونه پراخ کړی دی! منو چې طالبان به خپله ادعا لری، خو په اصل کې خبره همدا ده، چې افغان حکومت باید په دې اړه خپل مسوولیت په ښه توګه تر سره کړی، یعنې هم د پاکستان ورته ځواب ووایی او هم په نړیواله کچه د خپلې ملی واکمنۍ پرضد د پاکستان د درېدو په وړاندې غږ پورته کړی!

د پاکستان تر قوماندې لاندې طالب، القاعده او ترهګرې ډلې سره یو موټی ساتل کېږی، چې په افغانستان، هند، سیمه او نړۍ کې هم د سولې او ثبات په مخ کې خنډ جوړوی. هندوستان خو دا دی له ترهګر پاکستان سره په جګړه کې ښکېل دی او پر خپله خاوره یې د پاکستان د یرغل ځواب ورکولو ته مخه کړې ده. افغان حکومت هم باید داسې دریځ غوره کړی. ځکه له طالب سره په دغه راز حالت کې سوله ناشونې ده، طالب بې واکه دی او اړ دی، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان جګړه پر مخ بوزی.

نړیواله ټولنه او امریکا طالبان له ترهګرۍ نه شی اړولی او القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به یې د پاکستان په خوښه اړیکې دوامداره وی. دغه راز حالت نړیواله سوله ننګوی،نو د نړیوالې سولې لپاره د افغانستان سوله او ثبات ستر لومړیتوب لری، چې باید ورته پام وشی او په مخ کې یې ټول خنډونه لرې کړل شی. تر ټولو ډېر دغه جګړه د سیمې همکارۍ ننګوی، چې د سیمې هېوادونه په خپلو پلانونو کې ناکامېږی او د همکاریو پراختیاو تحقق چارې یې له خنډ سره مخ کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید